لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دنرښځیانو ځوروؤنکو ته دسختو سزاګانو ورکولو قانون جوړیږي


د پاکستان نرښځیان
د پاکستان نرښځیان

دپاکستان دسینیټ دبشري حقونو قائمه کمیټې په ګرد هیواد کې دنرښځیانو دحقونو خوندي کولو دپاره دقانوني مسودې منظوري ورکړې ده.

خو نرښځیان وایي چې هرکله دوئ دمذهب په نوم پخپله خوښه جنس بدلولو ته نه پریښودل کیږي نو بیا به ورته څنګه یو قانون خپل نور ټول انساني حقونه ورکړي؟

دسینیټ دکمیټې څخه دمنظور شوې دغه مسودې له مخې به داخبره باوري کولی شي چې په ګرد هیواد کې به نرښځیانو سره دجنس په اساس هیڅ توپیري چلند نه کیږي اؤ دهیواد د نورو وګړو په څیر به ورته دتعلیم،روزګار اؤ دژوند نورو څانګو کې دپرمختیا موقعې ورکولی شي.

قانوني مسوده کې راغلي چې کوم خلک نرښځیان په خیرات غوښتلو مجبوروي هغوئ ته به سختې سزاګانې ورکولی اؤ دنرښځیانو دستونزو اوریدو دپاره به دیو ځانګړي محتسب دفتر پرانستلی شي.

دغه قانوني مسوده کې دا هم راغلي چې کوم خلک نرښځیان زورؤي هغوئ ته به دسختو سزاګانو ورکولو ترڅنګ دهغوئ څخه یو لک روپو پورې جرمانه هم اخستل کیږي

ددغه مسودې وړاندې کوونکې ښځینه سینیټرې روبینه خالد وایي په هیواد کې اسلامي نظریاتي کونسل هم په وراثت کې د نرښځیانو حق منلی دی اؤ ټولنه باید هغوئ ته خپل ټول حقونه ورکړي.

روبینه خالد ویلي هغوئ دغه قانوني مسوده ټولو اړونده اړخونو سره دکوټلې صلاح مشوې په اساس جوړه کړې ده خو دواکمن ګوند مسلم لیګ سینیټر نثار محمد خان ددغه مسودې دځینو برخو سره مخالفت ښودلی دی.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي نثار محمدخان ویلي ددغه مسودې په اساس نرښځیانو ته دخپل جنس دشناخت حق ورکولو سره به ډیرې ستونزې مخې ته راشي.

هغه ویلي چې دهیجړاګانو دشناخت په اړوند دې یو داسې نظام غوره کړی شي چې هغې کې د مور،پلار کردار بنیادي ارزښت ولرلی شي.

دنرښځیانو دخیرښیګړې دپاره په مبارزه بوخت ندیم کشش چې پخپله هم یو نرښځی دی په دغه قانوني مسوده اندیښنې لري اؤ باوري نه دی چې دا مسوده به یې حقونه خوندي کړي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ندیم کشش ویلي دا مهال په ګرد هیواد کې نرښځیان وژل کیږي، زورؤل کیږي اؤ حتی پخپله خوښه جنس بدلولو ته نه پریښودل کیږي.

هغه وویل نرښځیان دجنس دبدلولو نه هم دمذهب په نوم منعې کولی شي نو په داسې یوه ټولنه کې به څه دغه یو قانون دنرښځیانو ټول بشري حقونه خوندي کړي.

په پاکستان کې سږکال دشوې سرشمیرنې په اساس د نرښځیانو شمیره ۱۱ زره ښودل شوې خو دبشري حقونو اؤ نرښځیانو سازمانونه دغه شمیره ډیره کمه ښایي اؤ وایي په ګرد هیواد کې په لکونو هیجړاګان دي چې دنوم لیکنې نه بهر پاتي شوي دي.

دپاکستان زیاترو برخو نه اکثره وخت دنرښځیانو دوژلو، ورسره دجنسي تیریو،اؤ ټولنیزې بدسلوکۍ راپورونه مخې ته راځي خو نرښځیان وایي چې ریاستي ادارې دوئ سره په کیدونکو ظلمونو حرکت کې نه راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG