لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ کې سیاسي بحران که د سېنټ ټاکنو ته رسه کشي؟


په بلوچستان اسمبلۍ سیاسي بحران پیدا شوی، د اپوزیشن ۱۴ غړو د صوبې د وزیراعلی په ضد د بې باور رایه ورکړې، خو سیاسي څېړونکي وایي داسې څرګندېږي، چې دا هر څه د سېنټ د راتلونکو انتخاباتو لپاره کېږي

په دې صوبه کې د اوسني ایتلافي حکومت په تېره څلورکلنه موده کې څه داسې سیاسي بحران نه دی پېښ شوی، چې له کبله یې اپوزیشن ګوندونه د صوبې د وزیراعلی په ضد د بې باور رایه ورکړي، خو په تېره سه شنبه ناببره په اسمبلۍ کې د وزیراعلی په خلاف د بې باور رایې ورکړل شوې او سیاسي ناندرۍ ولیدل شوې

د بلوچستان نېشنل ګوند، عوامي نېشنل ګوند، جمعیتِ علمای اسلام (ف) او نورو اپوزیشن ګوندونو ۱۴ غړو د جنورۍ په دویمه نېټه د وزیراعلی نواب ثناءالله زیهري په ضد د بې باورۍ رایې ورکړې. که څه هم د مسلم لیګ (ن) ګوند غړو د بې باور د تحریک ملګرتیا ونه کړه، خو ځینو غړو یې له خپلو دندو استعفی وکړه

که څه هم د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ دې تحریک په اسمبلۍ کې سیاسي بحران پیدا کړی، خو ځینې سیاسي کتونکي دا یو مصنوعي بحران ګڼي او وایي چې دا هر څه د سېنټ د راتلونکو انتخاباتو لپاره کېږي، چې ټاکل شوې ده د مارچ په میاشت کې وشي. څېړونکي وایي اپوزیشن ګوندونه غواړي، چې مسلم لیګ (ن) ګوند- چې په اسمبلۍ کې یې اکثریت درلود- کمزوری کړي

په بلوچستان کې د سیاسي چارو څېړونکی او صحافي شاهزاده ذوالفقار وایي که ثناءالله زیهري له خپلې څوکۍ ګوښه کړل شي، نو کېدای شي د سېنټ لپاره له بلوچستان څخه د مسلم لیګ (ن) ګوند کم غړي وټاکل شي:

"داسې ښکاري چې دا د بې باورۍ تحریک د مسلم لیګ (ن) خلاف را پورته شوی، ممکن د مسلم لیګ د مرورو کسانو له خوا په پنجاب، پښتونخوا او سیند کې هم داسې تحریکونه را پورته شي، کېدای شي مسلم لیګ (ن) د سېنټ تر انتخاباتو مخکې دلته بل وزیراعلی وټاکي"

د سېنټ تر راتلونکو انتخاباتو مخکې به د بلوچستان ۱۱ سنېټران له خپلو څوکیو ګوښه شي. مسلم لیګ (ن) ګوند چې د سېنټ له ټولو ۶۵ څوکیو څخه ۲۱ غړي لري، دا امکان لري چې په راتلونکو انتخاباتو کې یې غړي زیات شي، خو په دې شرط چې بلوچستان کې خپل اکثریت پر ځای وساتي او د سېنټ لپاره خپلو کاندیدانو ته رایې ورکړي

د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ د رایو په خلاف په ایتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو مسلم لیګ (ق)، نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند له وزیراعلی سره ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دوی به خپل ګډ حکومت ته دوام ورکړي، خو په خپله په مسلم لیګ (ن) ګوند کې یې مخالفتونه پیدا کړي او د صوبې د کورنیو چارو د وزیر میرسرفراز بګټي په شمول دوو نورو غړو میرسرفراز ډومکي او پرنس احمدعلي له خپلو څوکیو استعفی ورکړې ده.

په صوبه کې د سیاسي چارو یو بل څېړونکی سیدعلي شاه وایي د مسلم لیګ (ن) ګوند هغه کسان- چې له خپلو دندو یې استعفی کړې او د بې باورۍ د تحریک پټ ملاتړ کوي- د یوه بېل سیاسي اتحاد د جوړولو په هڅه کې دي او ممکن د سېنټ د راتلونکو ټاکنو لپاره خپلې رایې هغه چاته ور نه کړي، چې ګوند یې غواړي. دا چې په ایتلافي حکومت کې شامل ملتپال ګوندونه ولې د وزیراعلی ملاتړ کوي، سیدعلي شاه وایي:

"پښتونخوا او نېشنل ګوند د خپل نظریاتي سیاست په خاطر هم نه غواړي، چې تش د سېنټ د انتخاباتو د لالچ په خاطر د مسلم لیګ (ن) ګوند ملګرتیا پرېږدي، بل دا چې که مسلم لیګ (ن) ګوند خپلې څوکۍ وبایلي هم د سېنټ په ټاکنو کې دغو ملتپالو ګوندونو ته کوم تاوان نه رسېږي"

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند هم په بلوچستان اسمبلۍ کې ۲۵ غړي لري، چې د وزیراعلی په ملاتړ یې د بې باورۍ د تحریک په خلاف رایه ورکړې، خو د نېشنل ګوند یوه غړي خالد لانګو په هغو ۱۴ کسانو کې شامل دی، چې د وزیراعلی په ضد یې د بې باورۍ رایه ورکړې ده. ګوند یې د هغه پر دې پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې ده

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG