لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکمتیار: د داعش ډله په افغانستان کې ایران رامنځته کړې


افغانستان کې د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار تور لګولی، ایران له سوریې (شام) او عراق څخه خپل پلویان د داعش د غړو په نامه افغانستان ته رالیږلي دي.

حکمتیار ویلي، ایران غواړي د داعش له پروژې څخه په افغانستان کې هغه څه ترلاسه کړي کوم چې په سوریه اوعراق کې یې ترلاسه کړي دي.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په تازه خبرو کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د داعش ډلې په جوړولو کې امریکا لاس لري.

هغه وړاندې وویل "ایران غواړي چې د سوریې او عراق لوبه د داعش ترنامه لاندې په افغانستان کې تکرار کړي، د داعش پروژه د ایران ده او دا قطعا دروغ ده چې داعش ډله امریکا افغانستان ته راوستې ده".

حکمتاز ویلي، که په سوریې او عراق کې داعش ډله دامریکا لخوا نه وای ځپل شوې نن به داجګړه په ایران کې روانه وه.

هغه زیاته کړه "امریکا په داعش باندې په زرګونو ټنه بارود په عراق او سوریې کې استعمال کړل او که د امریکا مرسته نه وای نن به دا جګړه په ایران کې د داعش او دایران د چارواکو ترمنځ جاري وه".

نوموړي په افغانستان کې داعش جنګیالود شمېر په اړه وويل، د دې ډلې د افرادو شمېر دومره نه دی چې روس یې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

حکمتار زیاته کړه "د داعش شمېر دومره هم نه دی چې روسیه له دې نه اندیښنه څرګنده کړي او داخبره څوک ومني چې داعش ډله دمرکزي اسیا هیوادونه ګواښي .د داعش د جنګیالو شمیر ښايي چې ۳۰۰۰ ته هم ونه رسیږي".

د حزب اسلامي مشر حکمتار ویلي داهم ویلي ، چې په تیرو څو کلونو کې پاکسان امریکا ته د طالبانولسګونه کسان سپارلي او په خلاص مټ امریکا بې پیلوټه الوتکوپه پاکستان کې خپلې مخې په نښه کړل ، او په وینا یې پاکستان څه نه دي کړي او امریکا له پاکستان څخه تر دې زیات نور څخه غواړي؟.

نوموړي ویلي ، له طالبانو د پاکستان ملاتړ شتون لري او په خبره یې دطالبانو په جوړښت کې د پاکستان حکومت مهم رول ترسره کړی دی.

همداراز نوموړي له طالبانو څخه د امریکا دملاتړ دپوښتنې په ځواب کې وویل "دامنل ډیر ګران دي چې امریکا دې دطالبانو ترشاه وي ،په دې کې هیڅ شک نشته چې امریکایان غواړي طالبان وځپي او طالبان د امریکا په خلاف جنګیدلي او جګړه کوي".

دا په داسې حال کې چې امریکا پوځ په دې وروستیو کې ویلي، د طالبانو خلاف یې پوځي هوايي عملیات دافغانستان شمالي ولایتونو بدخشان او تاجکستان سره نږدې سیمو ته غځولی ترڅودطالبانو د روزنې مرکزونه ،مالي ملاتړې سرچینې او د هغوی فعالیتونه ته دپای ټکی کیږدي.

د امریکا پوځ تیره اونۍ ویلي و، په تیرو ۹۶ ساعتونو کې دامریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو په بدخشان کې له چین او تاجکستان سره نږدې په سرحدي سیمو کې دطالبانو په مرکزونو ۲۴ نوي بمونه غورځولي او دا هوايي بمباری يې بې سارې ګڼلې وه.

له دې څرګندونو وروسته دافغانستان په شمال جوز جان ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي و چې د روانې میاشتې په شپږمه نیټه دامریکا بې ۵۲ جنګي الوتکې د داعش ډلې اړوند د جنګیالیو د راټولیدو په مهمو مرکزونو د بمبار په پایله کې د دریو بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې ۲۵ جنګیالي وژ شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG