لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي دبرېښنايي تذکرو ویش به زر پیل شي


افغان چارواکي وايي دبرېښنايي تذکرو د ویش لپاره په بایومټریک سیستم کې د شاملیدو پروسه په چټکی سره روانه ده.

چاراکو ویلي د تذکرو د ویشلو لپاره د بایومیټریک پروسه یوه اوونۍ وړاندې داولسمشر لخوا پرانیستل شوې او تر دې دمه د هیواد لومړۍ میرمن رولا غني ،د جمهورییس دویم مرستیال سرور دانش په ګډون د ۶۰۰ کسانو معلومات په سیستم کې شامل شوي او لاهم دغه پروسه په ډیرې چټکتیا سره روانه ده.

د بریښنايي تذکرو د ادارې ویاند روح الله احمدزي وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي عامو ولسي خلکو ته به وروسته له هغې د تذکرو ویش پیلیږي چې خپله اولسمشر تذکره ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه" کله چې جمهور ريیس خپله تذکره واخیسته له هغې وروسته مونږ د کار شروع له کابل ښار کوؤ ،د ښار لپاره مو پنځه مرکزونه په نظر کې نیولي او په تدریجي ډول به په دې مرکزونو کې د تذکرو د ویش پروسه پیلیږي"

روح الله احمدزي په ولایتونو کې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو د پروسې د پیل په اړه وویل ،په کابل کې د شپږو میاشتو کارکولو وروسته به د هیواد په سترو ولایتونو، کندهار ،ننګرهار ،هرات ،بلخ په مرکزونو کې د ویش چارې پیلیږي او وروسته نورو ولایتونو ته هم دغه لړۍ په تدریجي توګه رسیږي ترڅو ټول هیواد وال بريښنايي تذکرې ترلاسه کړی شي.

د بریښنايي تذکرود ادارې ویاند ویلي ، بریښنايي تذکرې د پارلمان او جمهور ريیس لخوا د توشیح او تصویب شوي قانون له مخې ویشل کیږي.

هغه وویل"د نفوسو اواحوالود ثبت د نوي قانون له مخې چې د پارلمان لخوا تصویب او د جمهور ريیس لخوا توشیح شو ،دهغې په رڼا کې مونږ د بریښنايي تذکرو د ویش لپاره چمتووالی نیولی او د اولسمشر د هدایت سره سم مو دغه لړۍ پیل کړه"

د بریښنايي تذکرو د ویشلو د پیل له مراسمو سره په حکومت کې د شاملو چارواکو لخوا متفاوت نظرونه را څرګندو شول.

که څه هم جمهوري ریاست د بریښنايي تذکرو د پروسې له پیل څخه ملاتړ ښودلی خو اجراییه ریاست ویلي له تفاهم پرته د دې بهیر پیلول به بدې پایلې ولري.

بلخوا یو شمیرافغان سیاسي څیړونکو ویلي ، هغه کسان چې دافغانستان له پرمختګ سره مخالفت لري ، هغوي په هیواد کې قومي ،ژبني او سمتي مسایلو ته لمن وهي او په بریښنايي تذکرو کې ملي هویت (افغان) ځای پرځای کول نه غواړي.

دهیواد د ځوانانو د پارلمان مشر اغا محمد قریشي وايي ، د نظام پیاوړتیا او د ولس ښیرازي په دولت کې دهراړخیزو اصلاحاتو په راوستو پورې تړلي وي چې یو له هغو څخه د بریښنايي تذکرو د ویش لړی ده.

قریشي ویلي ، دالکترونیکي تذکرو د وییش موضوع دهیواد لپاره خاص اهمیت لري او دهیواد په اقتصادي ،سیاسي او په ټولو ټولنیزو مسایلو باندې مثبتې لرلی شي.

هغه زیاته کړه" اړینه ده چې تذکرې وویشل شي ،په انتخاباتو، امنیت ، ټرافیکي سیستم په ټولو ښې اغیزې لري اوحکومت ته دغه سیستم د اصلاحاتو په برخه کې لاس ورکوي

هغه وویل په کور دننه ځیني کړۍ د دې چارو مخه نیسي او د دې ډول اصلاحاتو په راتلو سره دهغوی شخصي ،تنظیمي او سیاسي ګټې ترسوال لاندې راځي او یا له ګواښونو سره مخامخ کیږي"

په الکترونیکي تذکرو کې د ملت ،ملیت او د اسلام کلمې د ځای پرځای کولو پسر له کلونو راهیسې په افغانستان کې دمیشتو قومونو ترمنځ ناندرۍ روانې دي خو دا ځل داسې ښکاري چې حکومت د قانون په رڼا کې افغان ملت ته د دې کارډونو د ویشلو لپاره کلکه اراده لري او رسمې چارې یې هم له ارګه پیل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG