لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان امنیتي ځواکونو ملي ورځ په ټول افغانستان کې ولمانځل شوه.


د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال ولسونو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو ستاینه وکړه او هغوی یې په ځانګړو ډالیو وستایل.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال جنرل رادمنش له ډيوې سره په خبرو کې وویل، د دفاع وزارت له خوا یې هغه پوځي افسران په ځانګړو ستاینلیکونو وستایل چې د هیواد د امنیت په ټیګښت کې یې رغنده رول لوبولی دی. رادمنش وویل:

"د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ پلاوي د هیواد د ټولو پوځي قطعاتو د جشن لیدنه وکړه او هغو پوځي افسرانو ته چې په دندو کې وړتیا ښودلې، هغوی ته یې تقدیرنامې او مډالونه ورکړل او دغه مډالونه او ستاینلیکونه د ولسمشر او دفاع وزارت له خوا منظور شوي دي".

د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځلو په هدف د هیواد د مرکز کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونو ځوانانو او مدني فعالانو د امنیتي ځواکونو مرکزونو او امنیتي چیک پوسټونو ته ورغلل او هغوی ته یې د خدمت کولو په ویاړ د ګلونو ډالۍ ورکړې.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ډاکتر کمال سادات د ځوانانو د دې اقدام هرکلی وکړ او له ځوانانو یې غوښتنه وکړه چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شي. ښاغلي کمال سادات وویل:

"د ځوانونو له خوا د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ خورا ډېر مهم دی، امنیتي ځواکونه خپلو دندو ته هڅول کیږي، په امنیت کې لا ښه والی راځي، په امنیتي لیکو کې د شاملېدو لپاره د ځوانانو پروسه ګړندۍ کیږي او نن یوه تاریخي ورځ ده او په ټول هېواد کې ځوانانو د امینتي ځواکونو ملي ورځې په لمانځلو کې برخه واخیسته".

په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو ملي ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې دا مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول شمېر ۳۵۴۰۰ تنه دی او په دې تعداد کې د افغان پوځیانو شمېر۱۹۵۰۰۰ ته رسېږي.

تېر کال ولسمشر محمد اشرف غني د کب یا حوت ۷مه چې د فبرورۍ له ۲۶ نېټې سره سمون لري، د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په نوم کړه او له هغه وروسته هر کال دا ورځ لمانځل کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

ډاکټران وايي په سوات کې د ډېنګي تبې نه دوه کسان مړه شوې دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG