لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي پاکستان کې ۳۲۰۰۰ پښتانه په زور بې درکه کړی شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي د پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان د لادرکه پښتنو کورنۍ په بیړنۍ توګه ورسره په تماس کې دي، چې وایي تر اوسه یې د شاوخوا ۳۲۰۰۰ هغو کسانو په اړه معلومات را غونډ کړي، چې په زور بې درکه کړی شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شهباز خان ستوریاڼی وایي: "موږ چې تر اوسه څومره معلومات را غونډ کړي دي ۳۲۰۰۰ پښتانه په پاکستان کې لادرکه دي".

د لادرکه پښتنو کورنۍ وایي، له کلونو راهیسې د خپلو نادرکه کسانو له مرګ او ژونده خبر نه دي او نه یې په جرم خبر دي، خو وایي دوی اکثر د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو وړي او په غیرعدالتي توګه یې په خپلو پټو بندیخانو کې ساتلي دي.

د بلوچستان د دوکۍ اوسېدونکی فضل محمد وایي، ورور یې ولي محمد له څلورو کلونو ورک دی، چې د خلکو په وینا ملېشه ځواکونو وړی دی. وایي په دې اړه یې هایکورټ ته درخواست هم ورکړی دی، خو تر اوسه په دې خبر نه دی چې ورور یې مړ دی که ژوند دی. د ورک پښتانه ځوان ولي محمد مور وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"زوی مې ورک دی، چې د دومره ورکو خلکو پوښتنه کېږي زما د زوی پوښتنه دې هم وشي، ښځه یې د پلار پر کور ناسته ده، زیاتي له ډېرو اندېښنو او غمو لېونۍ شوم"

د کورمې یو اوسېدونکی میر اکبر خان له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، خوریی یې- د شېګي کلي د عزت خان زوی- هارون له ۲۰۱۱م کاله راهیسې ورک دي، چې وایي هغه وخت لس کلن وو. میراکبر وایي:

"له خوریي سره مې یو بل ماشوم هغه وایي دوه کسان راغلو، ټوپکونه ورسره وو، مخونه یې پټ وو، ما ورنه منډه کړه، خو هارون یې رانه ونیو او له ځانه سره بوته، تر اوسه یې د مړي ژوندي درک نه شته"

د پښتون غورځنګ ژغورنې یو فعال غړي شهباز خان ستوریاڼي د وي. او.اې ډیوه په (شپه په خیر) پروګرام کې د خبرو په وخت وویل، دوی د پښتنو ټولو سیمو ته وخت په وخت سفرونه کوي او د جبري لادرکه کسانو په اړه نور معلومات هم را غونډوي:

"موږ به د خپلو ورکو خلکو خویندې میندې احتجاج ته را باسو، چې له ریاسته پوښتنه وکړي، که یې د کورنۍ کسانو څه جرم کړی وي عدالت ته یې راوړئ او هغوی هم ترې خبر کړئ، خو که یې جرم نه وي کړی ولې لادرکه کړل شوي دي"

د ورکو پښتنو د موندنې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل فعال ځوان عالمزېب مسود وایي، د شمالي او جنوبي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې هم ګڼ شمېر لادرکه پښتانه په خپلو زندانونو کې ساتلي دي، چې وایي ډېرو یې کلونه- کلونه بند هم تېر کړی دی، خو جرم یې معلوم نه دی:

"په وزیرستانونو کې جبري لادرکه کسانو ته څلور- څلور پینځه- پینځه کاله د بند سزاوې ورکړل شوې دي، خو اوس پولیټیکل انتظامیه خپل جرم ته د جواز لټولو او زموږ د خولې بندولو لپاره دوی ته بیا نوره سزا اورولې ده، چې دا ډېر ظلم دی"

یوه مور چې د اسلام اباد پښتون لاریون ته یې ویل، زامن یې ورک دي.
یوه مور چې د اسلام اباد پښتون لاریون ته یې ویل، زامن یې ورک دي.

د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جبري لادرکه شویو پښتنو د شمېر په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د جبري ورکېدنې د پلټنې کمیشن په خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د ۳۷۴۰ لادرکه کسانو په اړه شکایتونه تر لاسه کړي دي، چې وایي په هغوی کې ۱۲۱ د اسلام اباد، ۷۵۲ د پنجاب، ۱۰۱۰ د سیند، ۲۷۶ د بلوچستان او ۱۱۲ د فاټا دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د رسېدلیو معلوماتو په اساس په جبري لادرکه کسانو کې ګڼ شمېر د هغو ماشومانو دی، چې عمرونه یې له لس کلنۍ تر شل کلنۍ پورې دي. ځینې نړیوال رپوټونه وایي په ترهګرۍ کې اکثر له هغو ماشومانو هم د ځانمرګو بریدګرو په توګه کار اخیستل کېږي، چې په مرموز او جبري توګه له خپلو کورونو ورک دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG