لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي کې په لومړي ځل یوه ښځه د وزارت مرستیاله ټاکل شوې


په سعودي عربستان کې په لومړي ځل یوه ښځه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیاله مشره ټاکل شوې ده. د سعودي عربستان په شان یو تنګ نظره هېواد کې د یوې میرمنې پر داسې لوړه څوکۍ ګمارل یو نادره کار ګڼل کیږي.

د سعودي عربستان اوسنی حکومت غواړي چې ښځې په نورو لوړرتبه څوکیو او دندو هم وګمارل شي. ډاکټر الهام العتیق- د امام عبدالرحمان بن فیصل پوهنتون یوه اعلی چارواکي له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل چې اوس ټولنه د بدلون لپاره تیاره ده:

"دا یواځې د ښځو د ازادۍ لپاره مهمه نه ده بلکې دا زموږ د حرکت لپاره هم مهمه ده. موږ ډېرو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو. موږ د ډېره کارونو یا فعالیتونو اجازه نه لرو. دا نوي اقدامات د ښځو پرمختګ په لور یو ښه ګام دی".

دا بدلون هم په داسې مهال راغلی چې سعودي عربستان د ښځو په پرمختګ کې دوه نور ګامونه هم اخیستي، یو دا چې د ښځو په پوځ کې د شاملېدلو لپاره غوښتنلیکونه پیل شوي او بلې خوا ته له ډېرې اوږدې مودې وروسته ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول کېږي.

همداراز په وروستیو کې ښځو ته د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړل شوه، چې د فوټبال لوبغالي ته ورشي او لوبې له نیژدې وګوري. رسنۍ وايي سعودي عربستان هڅه کوي ډېر ژر ښځو ته اجازه ورکړي چې سینماوو ته د فلمونو د لیدو لپاره لاړې شي.

د امام عبدالرحمان بن فیصل پوهنتون یوه اعلی چارواکي ډاکټر الهام العتیق وايي:

"ښځې په سیاست کې ډېرې فعاله پاتې شوې او د ښځو حرکت او پرمختګ دوام لري خو اوس هم موږ ته ‌ډېر اوږد مزل پاتې دی".

نړیوالې ټولنې د ښځو پر موټر چلولو د بندیز لرې کولو تود هرکلی کړی. د بخښنې نړیوال سازمان هم د ښځینه فعالینو د زړورتیا او له کلونو راهیسې د هغوی د کلکې مبارزې ستاینه کړې ده.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG