لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کرکټ مينه وال د پېښور زلمي لوبډلې ملاتړ کوي


په افغانستان کې د پېښورزلمي لوبډلې مینه وال هیله مند دي چې د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل) وروستي لوبې اتلولۍ هم خپله کړي. د پیښورزلموکرکټ لوبډلې بېګا د پي اېس اېل درېم نیمه پای لوبه له کراچۍ څخه په ۱۳منډو وګټله

دلوبې دپیل لپاره دپښورزلمو لوبډلې ټاس(پچه) وګټله اود بټینګ په کولو سره یې په ۷ لوبغاړو۱۷۰منډې جوړې کړې اوخپلې سیالې لوبډلې ته یې ۱۷۱منډوهدف وټاکه.

دکراچۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوکړای اوسیالې لوبډلې ته یې نیمه پای لوبه په ۱۳منډو وبایلله.

د پي اېس ایل کرکټ سیالیو کې د پېښور زلموله لوبډلې څخه افغان کرکټ مبصرین او دکرکټ مینه وال ملاتړ کوي.

دکرکټ مبصرعجب خان وايي ،دپیښورزلمي له لوبډلې له دې امله ملاتړ کوي چې پښتانه دي، دخوښې ټیم یې دی او دخوښې لوبغاړي په کې شامل دي .

عجب خان دپښورزلمو د ټیم بریا مبارکي لراوبرټولو پښتونو ته وایي او زیاتوي دپیښور زلموو نیمه پای لوبې(سیمې فاینل) بریا نه یوازې دکوزې پښتونخوا ده بلکې د برې پښتونخوا دکرکټ مینه وال یې هم دهغوی بریالیتوب دخپل ځان ګڼي.

د پي اېس ایل دکرکټ لوبو یوبل تن افغان مینه وال عزیزالله وايي،دپیښورزلمو په لوبډله یې خوښه ده اود وهاب ریاض هغه سټایل یې خوښیږي چې دویکټ په اخیستوسره په خپلوبریتولاس راکاکیږي.

نوموړي وویل"دپيښورزلمودټیم لوګو(سمبول) مې خوښ شوی ځکه چې د پښتنوشمله یې دخپل ټیم نښان کرځولی اومونږ هیله لروچې دسیمې فاینل لوبې په څیرد وروستۍ لوبې کامیابي هم خپله کړي".

خووروستي پړاوته دوتلو ټیمونودبریا په اړه په برا پښتونخوا کې دکرکټ مینه وال جاوید ترابزي له ډیوې سره په خبرو کې وايي"داسلام اباد لوډلې ته په کم نظر کتل نه دي پکار،دا ټیم یوقوي ټیم دی او ښايي چې د وروستۍ لوبې اتلولۍ خپله کړي خوبیا به هم مونږ دخپلې خوښې پیښورزلمو ټیم په خپلو دعاګانو کې یاد ساتو".

دپاکستان دکرکټ پي اېس ایل په روانوسیالیو کې پیښورزلمو ټیم په داسې حال کې تیره شپه یې دکراچۍ ټیم ته په نیمه پای لوبه کې ماتې ورکړه چې ټاکل شوې دمارچ په۲۵ نیټه په کراچۍ کې داسلام اباديونائټډ لوبډلې سره وروستی(فاینل)لوبه ترسره کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG