لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د چاؤدنې وروستو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت دوام لري


کابل پرلت
کابل پرلت

کابل کې تيره شپه د پښتون ژغورنې په ملاتړ د جوړ پرلت په خېمه د چاؤدنې وروستو هم احتجاجي ناسته دوام لري، او پرلت کوونکي وايي د چاؤدنې وروستو ورته نورو خلکو د ملاتړ او دوي سره په ناسته کې د ګډون کولو ويلي دي.

دکابل د امنیې قومندانۍ د پولیسو ویاند بصیر مجاهد له ډیوې سره په خبرو کې ویلي، تیرماښام شاوخوا شپږنیمې بجې حضوري چمن ته نزدې د احتجاج کوونکوخیمې سره جوخته ماین چاودنه شوې چې له امله یې د پرلت یوتن وژل شوی او۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل"پرون ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې یوچسپکي ماین د تحصن خیمې څخه ۵۰ متره لرې دچمن حضوري په دیوال نصب شوی و انفجار کړی چې د دې چاودنې په پایله کې یوتن وژل شوی اوشپږ نور ټپیان شوي دي".

په ورته وخت کې د کوزې پښتونخوا د پښتنو، هزارؤ او قبایلو دحقونو په ملاتړد کابل پرلت یو تن تنظیمونکي اصرار کریمزي له ډیوې سره په خبرو کې ویلي دپښتون غورځنګ په ملاتړ په لګول شوې خیمې دلاسي بم په وسیله برید شوی چې له امله یې ۱۴ تنه ټپیان شوي او یوتن وژل شوي دی.

نوموړي وویل "خیمې ته لاسي بم غورځول شوی په دې برید کې زمونږ ۱۴تنه ملګري ټپیان شوي او یوتن وژل شوی،مونږ په خپلو غوښتونو ټینګار کوو چې ملګري ملتونونه دي پاکستان د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړي ،طالبان دې سوله وکړي او داخلي جنګسالاران دې نورله داخله نظام نه کمزوری کوي او هر هغه څوک چې زمونږ د دې غوښتونو مخالف دي هغوي په دې برید کې لاس لري".

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ په ملاتړ د کابل پرلت خېمه د تېرو لسو ورځو راهسې روانه وه چې چاؤدنه پرې شوې ده.

پرلت کوونکي وايي چې په پاکستان کې د پښتنو، هزاروؤ او قبایلو سره انصاف نه وي شوی او انساني او حقوقي غوښتنې یې نه وي منل شوي پرلت به یې دوام ولري.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتين په کابل کې په احتجاجي ناسته چاؤدنه غندلې او د پاکستان نه بهر د ژغورنې د ملاتړ کوونکو مننه يې کړې ده.

هلته په کابل کې پرلت کوونکو ويلي د چاؤدنې وروستو يې خېمه په ځای ساتلې او وايي خلکو ورسره رابطې پېل کړي چې د دوي سره په خېمه کې د احتجاجي ناستې ملګرتيا له راځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG