لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسراییلې ځواکونو لخوا په پوله تر اوسه ۱۵ تنه فلسطیني مظاهرچیان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل دي


اسراییلي ځواکونو د خالي یا شنبې په ورځ د اسراییلو پولې ته څیرمه شاوخوا ۷۰ تنه نور فلسطیني احتجاج کوونکي په ډزو ژوبل کړي.

فلسطینیانو په ټول هیواد کې د ماتم ورځ لمانځلې. په غزه کې په زرګونو کسان د هغه ۱۵ مظاهر چیانو په جنازو کې ګډون کړې کوم چې د جمعې په ورځ د اسراییلو لخوا په ډزو وژل شوي.

د ملګرو ملتونو سکرتر انټونیو ګوټرس د دغه خونړي بریدونو په اړوند د پلټونو غږ کړی په کوم کې چې ۱۵ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ په دې کړکیچ یوه بیړنۍ غونډه هم کړی خو لا تر اوسه يې کومه فیصله نه ده کړې.

فلسطیني مشر محمود عباس وییلي د شوي تشدد ذمه وار اسراییل دی خو د اسراییلو وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو په ځواب کې وییلي دوې دا ګام د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو لپاره اخیستی.

د اسراییلو پوځ په وینا د جمعې په ورځ لاریون کوونکو د دوې پر لور د اور او تیلو بوتلې او ډبرې وهلې او ټایرونه يې سوځول چې دوې پرې ځوابي ډزې کړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG