لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: ولسي فشار دې پرسوله راوړی شي


د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني نن د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ته د یو شمیر سترو اقتصادي پروژو دپرانیستلو او د امنیتي حالاتو د ارزونې په هدف سفر کړی دی.

له جمهور ريس سره په دې سفر کې چې د افغانستان دکورنیوچارواو دفا ع وزیرانو هم ملتیا کوله په ګردیز ښار کې دپکتیا ولایت قومي مشرانو او ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې سوله ولسي کړي او ولسي فشار پرسوله راوړي.

ښاغلي غني د امنیتي چارواکو اود ولسونو قومي مشرانواود یني علماو په جوړه شوې غونډه کې د سولې په پروسه کې دلویې پکتیا د قومي مشرانو رول مهم او ارزښتناک وباله او له هغوی څخه یې دسولې په بهیر کې دټینګې مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل"سږکال له تاسو څخه دوه غوښتنې لرم لومړۍ سوله ولسي کړئ،دا وړاندیز چې ما کړی هیله ده چې په تاریخ کې بې ساري وي ،ولې وینه تویږي؟ پس له دې نه چې هرڅوک وینه تویوي ،د خدای مخالفت کوي ،د ولس مخالفت کوي اوله تاسوهریو نه غواړوم چې ولسي فشار پرسوله راوړي".

جمهور ريیس دلویې پکتیا مېشتو ولسونو ته په خطاب کې د روان کال په پارليماني ،ولسوالیو شوراګانو او د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په پراخه کچه د کډونو کولو بلنه ورکړه.

اشرف غني زیاته کړه " په ۱۳۹۷ کې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو او په ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشرۍ انتخابات کیږي ،ګډون موغواړم او مینه مو غواړم ځکه چې په دې باندې افغانستان باید ثابته کړي چې مونږ خپل اساسي قانون ته ژمن یو اود اساسي قانون په جوکاټ کې دټولو افغانانانو هرچیرې چې وي هیلې ترسره کیږي".

همداراز نوموړي جمهور رئيس وويل په پکتیا ولایت کې دیوشمیرسترو اقتصادي پروژو ،صنعتي ښارګوټي ، دګردیز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ غځېدلی سړک ،د شهیدانو ښارګوټی او په دې ولایت کې دامنیې قومندانۍ لپاره د ودانۍ دجوړولو له کار څخه پرانیستنه وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG