لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنیټ قبائیلي سیمو ته دعدالتي واک غځولو قانوني مسوده منظور کړه


دپاکستان سینیټ قبائیلي سیمو ته د سپریم کورټ اؤ پېښور هائېکورټ د واک د پراخولو د قانوني مسودې منظوري ورکړې ده

دوؤ لویو سیاسي ګوندونو جمعیت علماء اسلام اؤ پښتونخوا ملي پارټۍ ددغه قانوني مسودې د منظورؤلو مخالفت کړی اؤ د سېنیټ د غونډې نه یې بائیکاټ کړی

خو د قبائیلي سېمو نه دپارلیمان منتخبو غړو فاټا ته د عدالتي واک غځونه قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو دپاره یو غوره پیل ګني اؤ وایي ددې ګام سره د فاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډؤلو ته لاره پرانستل شوې ده

د جمعې په ورځ د سېنیټ غونډې ته قبائیلي سیمو ته د سترې محکمې اؤ د پېښور د ایالتي محکمې د واک غځولو قانوني مسوده سېنټیر عبدالقادر بلوچ وړاندې کړې ده .

ددغه مسودې په وړاندې کولو جمعیت علماء اسلام اؤ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سخت بد ومنل اؤ داحتجاج په ډول د سېییټ غونډې ووتل خو پیپلز پارټۍ ، مسلم لیګ(ن) اؤ تحریک انصاف ددغو دواړو ګوندونو په غیرموجودګۍ کې دغه قانوني مسوده منظور کړه.

له دې وړاندې فاټا ته دسپریم کورټ اؤ پېښور هائیکورټ د لمنې غځولو قانوني مسوده د روان کال د جنورۍ میاشت کې د قامي اسمبلۍ څخه هم منظور کړل شوې وه.

ددغه قانوني مسودې د سېنیټ څخه له منظوریدو وروسته دپاکستان د سرحدونو دچارو وزیر عبدالقادر بلوچ ویلي چې اوس به د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو عمل هم زر پیل شي .

هغه سینیټ ته ویلي چې د قانوني مسودې منظوریدو وروسته به اوس فاټا کې د ایف سي د ځواکونو فعالیت هم چیلنج کیدلی شي.

په سېینټ کې دقبائیلي غړو پارلیماني مشر سنېټير اورنګزېب ویلي چې اوس به په این ایف سي ایوارډ کې قبائیلي سیمو ته هم خپله برخه ورکول کیږي.

د جمعیت علماء اسلام سېنیټر مولانا عطاء الرحمان خبریالانو ته ویلي چې فاټا کې د اصلاحاتو قانوني مسوده د اولس دهېلو برعکس ده اؤ ددې په منظورؤلو پارلیمان خپل وقار دلاسه ورکوي.

خو دباجوړ نه دقامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي چې د سېنیټ نه فاټا ته د عدالتي واک دغځولو قانوني مسودې منظوریدو سره دفاټا خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډیدلو ته لاره هواره شوې ده.

ښاغلي شهاب الدین وویل فاټا کې داصلاحاتو پځایې کول د قبائیلي اولس یوه جمهوري اؤ ائني غوښتنه وه اؤ ددې غوښتنې په پوره کیدلو اوس هم پرته له اړتیا څخه زیات وخت مصرف کړل شو ولې اوس هم د نیک مرغۍ خبره ده چې په دغه لوري یو مثبت ګام واخستل شو.

دخیبرایجنسۍ نه دقامي اسمبلۍ غړي الحاج شاه جي ګل اپریدي وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې د سېینټ نه ددې قانوني مسودې په منظوریدلو خوښي ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې په لمړي ځل به اوس قبائیلي اولس هم د هیواد د نورو برخو د وګړو په څیر د انصاف ترلاسه کولو دپاره د وکیل، اپیل اؤ دلیل حق ترلاسه کړي.

هغه وویل مخکې دقبائیلي اولس ژوند په تورو تیارو کې تیریدلو خو اوس به دوئ ددغو تیارو نه رابهر شي اؤ رڼا په لوري به ګامونه واخلي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG