لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې يو افغان خبريال وژل شوی


عبدالمنان ارغند
عبدالمنان ارغند

د افغانستان جنوبي کندهار ولایت کې د یو ټيلي ويژن خبریال د نامعلومو وسله والو کې په ډزو کې وژل شوی دی.

دکندهارځايي چارواکو له وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل،نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل "نیوز ټي وي" خبریال عبدالمنان ارغند چې له کورڅخه د کار دفتر په لور روان ؤ د ۹ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په موټرسایکل سپرو نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی".

دکندهارد پولیسو مرستیال ویاند مطع الله هلال ویلي وسله والو وړاندې څو ځله افغان خبریال ارغند ته د مرګ ګواښونه کړي وو.

هلال وویل "عبدالمنان ارغند یو خبریال و او نن سهار شاوخوا ۹ بجې د ۹ مې امنیتي حوزې اړوند د یارانه ماکیټ په سیمه کې په موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو چې عبدالمنان ارغند په خپل موټر کې له کور څخه ددندې په طرف روان و دتمانچې په ډزو سره وژلی دی".

دکندهار امنیې قومندانی ویلي،د پیښې ځای ته پولیس رسېدلي اویاده پيښه ترجدي پلټنې لاندې ده ترڅو عاملین یې پیدا اود قانون منګلوته یې وسپاري.

دبیان ازادي په اړه نن چهارشنبې په جوړه شوې غونډه کې د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلي افغانستان دخبریالانو لپاره یو خونړی هیواد دی خو په دې وروستو کې دبیان ازادی پرمختګونه یوڅه هیله بښوونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیر ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د بیلابیلو نا امنیو پیښو کې ۱۵ تنه خبریالان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG