لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني: کرکټ لوبغاړي مو اتلان دي چې د هېواد بیرغ یې په نړۍ کې ورپاوه


د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن ماښام د افغان کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه او نغدې انعامونه ورکړل.

ولسمشر غني د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ تر څنګ په دې خاطر د هغوی ځانګړې مننه وکړه، چې د هېواد ښه او اغېزناک استازیتوب یې کړی. هغه زیاته کړه:

"تاسو د هېواد واقعي سفیران یاست چې ټول ولس او زه درباندې ویاړم".

ولسمشر غني د کرکټ ملي لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسو د هغه هېواد استازیتوب کوئ چې تل یې له نوم سره جنګ او مرګ تړلی وو، مګر تاسو د ژوند کلیمه ور زیاته کړه. هغه زیاته کړه:

"ټولو ته مو په خپلو کوښښونو او بریاوو دا وښوده چې افغانان په منظمه او منسجمه توګه داسې ویاړونه او اتلولۍ ګټلای شي چې ټول ورباندې وویاړي."

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې- چې د ولسمشر د دفتر په چارچنار ماڼۍ کې ترسره شول- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانیکزي د ولسمشر غني د همېشنۍ پاملرنې او هڅونې مننه وکړه او د خپلو کارونو، لاسته راوړنو او بریاوو په هکله یې هغه ته معلومات ورکړل.

وروسته د ولسمشر غني فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریاوو د ستایلو او د دې ټیم لوبغاړو ته د غازي محمدایوب خان دولتي مډالونو او نغدې انعامونو د ورکړې په اړه د ولسمشر فرمان او حکم ولوست.

ولسمشر غني د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو بریاوو او اتلولیو ته په اشارې وویل، تاسو د ټولو لپاره مثال یاست او نور به ستاسو کړنې تکرار کړي. هغه زیاته کړه، سږ کال مو په سختو شرایطو کې افغانستان په نړیواله کچه وځلاوه.

ولسمشر غني د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو له امله دوی ته مبارکي وویله او د ملي لوبډلې ښه مدیریت یې وستایه. هغه زیاته کړه:

"تاسو د افغانستان ډسپلین د نړیوالو په ژبه راوړ او زما ارزو دا ده چې ډسپلین په ټول هېواد کې دود شي".

اشرف غني وویل، نړیوالو ته مو وښوده چې افغان لوبغاړي په صداقت او ډسپلین د نړیوالو قوانینو په عملي کولو کې بېساري دي. هغه زیاته کړه، افغان ولس درڅخه له دې امله مننه کوي چې زموږ ویاړلی بیرغ مو په ټوله نړۍ کې ورپاوه.

ولسمشر غني د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته په اشارې وویل، تاسو خپلواک یاست، ستاسو کار مطلق مسلکي دی چې تاسو یې استادان یاست. هغه زیاته کړه، لوبه تاسو کوئ او ګټئ، نو له دې امله سیاسي مداخلې په ملي لوبډله کې ځای نه لري او په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.

جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې د ځمکې د ستونځې په ګډون به یې ټولو ستونځو ته په اساسي توګه رسیدګي وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG