لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل :د داعش په غبرګو ځانمرګو بریدونو کې د ۷ خبریالانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي


د افغانستان پلازمینې کابل کې نن سهار د تندروه ډلې داعش په دوه ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۲۵ تنه وژل شوي اوله ۴۵ زیات نور تپیان شوي دي.

چارواکو ویلي په وژل او ټپیانو کې ګڼ شمېر خبریالان او درسنیو کارکووکي هم شامل دي. داعش ډلې د نن ورځې د غبرګو بریدونو مسئولیت منلی دی.

دکابل امنیې قومدانۍ ویاند حشمت ستانکزي له وي او ای ډیوې سره په خبرو کې ویلي زیاته مرګ ژوبله له لومړي ځانمرګي برید وروسته په دویم ځانمرګی برید کې هغه مهال رامنځته شوه چې برید کوونکی په ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته د پېښې دخبري پوښښ لپاره د راغونډ شویو خبریالانو په منځ کې چاودنه ورکړه.

نوموړي وویل "په ډیر تاسف چې نن مونږ د نهمې حوزې اړوند سیمه کې د دو ځانمرګو بریدونو شاهد یو لومړی ځانمرګی برید د یوه موټرسایکل په وسیله دشش درک سیمه کې دژبې د زده کړو یو کورس مخې ته شوی او له هغې وروسته یوبل ځانمرګی بریدګر چې د یوه خبریال په توګه یې د رسنیو د خبریالانو منځ ته ځان رسولی و په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې په دواړو پيښو کې ۲۵ تنه وژل شوي او له ۴۵ زیات نور ټپیان شوي دي".

ستانکزي ویلي، زیاته مرګ ژوبله په دویم ځانمرګي برید کې چې خبریالانو په منځ کې ترسره شو اوښتې ده او ګن شمیر درسینو خبریالان چې تراوسه یې دقیق شمیر نه دی معلوم مړه او ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې دعامې روغتیا وزارت ویلي ،په دې پښه کې د بیلابیلو شخصي رسنیو ۷ تنه خبریالان وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار ډاکټر وحید مجروح ډیوه سره په خبرو کې ویلي په ټپيانو اووژل شویو کسانو کې ګڼ شمېر خبریالان او درسنیو کارکوونکي شامل دي.

"د ټولو خبریالانو او د رسنیو کاطکوونکو هویت نه دی معلوم خو هغه معلومات چې مونږ ته رسیدلي، یوتن د تلوع تلویزون خبریال،دوه دیک تلویزون خبریالان ،یو د جهان تلویزون خبریال ،د اسوشټیټ پریس یو خبریال ،د اې ایف پي یو خبریال او ازادی راډیو خبریال حنان زی وژل شوي او د خبریال صباون د محمد عیسی زون په ګډون ګن شمیر نور ټپیان دي".

کابل کې تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې تيره اوونۍ د ووټونو د نوم د ليکنې په دفتر ځانمرګي بريد کې ۶۰ تنه وژل شوي وو، داعش ډلې د دغې بريد زمه واري منلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG