د پاکستان مسلم ليګ ن د مرکزي حکومت اتحادي ګوند جمعيت علمااسلام (ف) ډلې پرېکړه کړې چې د قبايلي سيمې فاټا په خېبرپښتونخوا ورګډولو په سر د حکومت د اتحاد نه لار بيلوي او د دغه پرېکړې پرضد به احتجاجونه کوي.
جمعيت علمااسلام (ف) ګوند دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې د حکومت په پينځه کاله موده ختمېدو کې لږې ورځې پاتې دي او حکومت پلان لري چې په څو ورځو کې د فاټا اصلاحات اعلان کړي او قبايلي سيمه په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړي او سيمې ته د صوبايي اسمبلۍ سیټونه هم ورکړي.
د خالي، شنبې په ورځ د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې چې پکې حکومتي او پوځي مشرانو ګډون کړی ؤ، په ياده غونډه کې اړوند وزارتونو ته د يادې پرېکړې په تړاؤ د ګامونو پورته کولو لارښوونه شوې وه.
جمعيت علمااسلام (ف) دا هم ويلي د دغه پرېکړې پرضد به احتجاجا د پاکستان او افغانستان لار وتړي.
د جمعيت علمااسلام (ف) د فاټا مشر مفتي عبدالشکور ویلي، د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډول نړيواله ايجنډا ده.
دوي ویلي په لنډي کوتل او دره ادم خېلو کې به افغانستان ته تلونکي لار احتجاجا وتړي.
د مسلم ليګ ن د مرکزي حکومت اتحادي ګوند جمعيت علمااسلام (ف) دريځ لري چې د فاټا د راتلونکې فېصله دې د سیمې د خلکو نه د رېفرنډم د لارې په تپوس وشي.
د مسلم ليګ ن بل اتحادي ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم دغه دريځ لري چې د فاټا د راتلونکې په اړوند کوم ګام اوچتول کيږي بايد د سيمې د استوګنو نه پرې تپوس وشي.
د يادو دواړو ګوندونو نه علاوه عوامي نيشنل ګوند، په خپله مسلم ليګ ن، پيپلزپارټي، جماعت اسلامي او تحریک انصاف په دې حق کې دي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي او په راتلونکو عامو انتخاباتو کې فاټا ته د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ ورکړی شي.