لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دکرکټ تمریناتي سیالۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه


afghanistan cricket team
afghanistan cricket team

د بنګله دېش لوبـډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره وړومبی بیټینګ وکړو  چې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې افغانستان ته د ١٤٦ منډو هدف ورکړو.

د افغانستان کرکټ (الف) لوبډلې په يوه تمريناتي شل اووريزه لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا تمريناتي لوبه پرون تر غرمې وروسته د هندوستان د دهرادون ښار په راجيو ګاندي کرکټ نړيوال لوبغالي کې شوې ده.

د بنګله دېش لوبـډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره وړومبی بیټینګ وکړو چې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې افغانستان ته د ١٤٦ منډو هدف ورکړو.

د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په ۱۷،۲ اوورونو کې پوره کړو

د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي ۶۹ ناسوځېدلې، محمد نبي ۳۲ ناسوځېدلې او شفيق الله شفق ۲۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

افغانستان د درېوؤ شل اووريزو نړيوالو لوبو لپاره د بنګله دېش کوربه دى، دا لوبې د هندوستان په دهرادون ښار کې سبا پيلېږي.

د افغان کرکټ بورډ ستر صلاحکار عزیز الله فضلي هیله ښکاره کړې ده چې بنګله دیش ته به په سیالۍ کې ماتې ورکړي .

وي.او.ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي له دې وړاندې به یې په مقابلو کې تجربې کولې او اوس افغان کرکټ لوبډله د راشد خان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي په شان تجربه کار لوبغاړي لري او اوس کولای شي چې مقابلې وگټي.

افغانستان به د جون میاشتې په ٣مه، ٥مه او ٧مه نېټه له بنګله دیش سره د شل اورونو مقابلې کوي.

عزیزالله فضلي وایي له بنګله دېش سره د شل اوورونو یا ټي ټوېنټي مقابلو لپاره یې په لوبډله کې دروېش رسولي او نجیب الله ترکی معارفي کړي دي.

دغه شان له هندوستان سره د جون میاشتې له ١۴م نه واخلې تر ١٨م نیټې پورې کیدونکې یوازینۍ ټیسټ مقابلې لپاره یې په ټیم کې نوی لوبغاړی "وفادار" شامل کړی دی.

ښاغلی عزیز الله فضلي وايي له نړیوالو کرکټ لوبډلو سره یې تر دې وړاندې مقابلې کړې دي خو د هندوستان په خاوره د هند له کرکټ لوبډلې سره مقابله کول د دوی لپاره غټه خبره ده او دوی دغه مقابله ګټل غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG