د افغانستان د کرکټ بورډ په هند کې له بنګله دېش سره د درو شل اووریزو لوبو لپاره پخپله ملي لوبډله کې کیڼلاسی اوپنر تکړه بېټسمېن حضرت الله ځاځی هم شامل کړی دی.
حضرت الله ځاځی په کابل کې ژوند کوي، خو په اصل کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
شل کلن حضرت الله تر اوسه یواځې په یوه شل اووریزه لوبه کې برخه اخیستې، چې په ۲۰۱۶م کال کې په متحده عربي اماراتو کې شوې وه.
افغان کرکټ بورډ وروسته له هغه په لوبډله کې د حضرت الله ځدراڼ د شاملولو پرېکړه وکړه، چې د جمعې په ورځ یې له بنګله دېش سره په تمریناتي لوبه کې ۶۹ منډې جوړې کړې.
د هند د دهرادون ښار په نوي راجیو ګاندي نړیوال میدان کې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ دغه درې شل اووریزې لوبې نن د اتوار- یکشنبې په ورځ پیلېږي.
له بنګله دېش سره د افغانستان نورې لوبې به راتلونکي نهې- سه شنبې او زیارت- پنجشنبې په ورځو وي، چې د جون میاشتې ٥مې او ٧مې سره برابرې دي.
ټاکل شوې چې افغانستان تر دغو شل اووریزو سیالیو وروسته له هند سره هم د هند په بنګلور ښار کې ټیسټ لوبه وکړي، چې د جون له ۱۴مې تر ۱۸مې به دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې افغانستان له بنګله دېش سره تر اوسه یواځې یوه لوبه په ۲۰۱۴م کال کې د شل اووریزو لوبو په نړیوالو سیالیو کې کړې ده، چې بنګله دېش په نهو وکټونو ځنې ګټلې وه.