لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان راسره ژمنه کړې چې طالبان به سولې ته اماده کړي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني وایي د ملا فضل الله د وژل کیدلو وروسته پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې افغان طالبان به دولت سره سولې ته اماده کړي.

ښاغلي اشرف غني د جمعې په ورځ دپاکستان لنډ مهاله وزیراعظم ناصرالملک اؤ د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوده سره ټیلي فوني تماسونه نیولي وؤ اؤ هغوئ یې په ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د وژنې څخه خبر کړي وؤ‌.

ولسمشر غني په ټوئټر لیکلي چې پاکستاني چارواکو ته یې دملا فضل الله وژنه تائید کړې اؤ له هغوئ یې غوښتي چې پخپل هیواد کې میشت افغان طالبان باید د خبرو اترو میز ته راولي.

اشرف غني ویلي پاکستاني چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د ملا فضل الله د وژنې سره به دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د باور مزی نور هم پیاوړی شي.

هغه وایي دپاکستان د پوځ سرلښکر اؤ لنډ مهاله وزیراعظم ورسره ژمنه کړې چې افغان طالبان به دسولې خبرو ته چمتو کړي.

د ولسمشر اشرف غني لخوا دجمعې په ورځ دپاکستان لنډ مهاله وزیراعظم اؤ دپوځ سرلښکر سره د ټیلي فوني تماس نه وروسته دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې د ملا فضل الله وژنه یوه ستره بریا بللې ده خو دا یې نه دي ویلي چې اوس به پاکستان هم دافغان طالبانو افغان دولت سره سولې ته اماده کولو کې څه قسم رول ترسره کړي.

البته دپاکستان د لنډ مهاله وزیراعظم په بیان کې وومره قدرې ویل شوي چې دافغانستان زمکه څو ځله دپاکستان په ضد کارؤل شوې ده خو پاکستان افغانستان کې دامن اؤ سولې غوښتونکی دی.

دپاکستان پوځ پخپل بیان کې تور لګولی چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد کارؤل کیږي اؤ په ګډه پوله په امنیتي پوستو وروستي بریدونه هم دافغانستان څخه شوي دي.

خو داسلام اباد ددغه دریځ برعکس کابل پاکستان دترهګرو په پالنه تورنه وي اؤ وایي چې پاکستان چې تر دې مهاله افغانستان ته څومره ترهګر ورپه ګوته کړي هغوئ کې زیات په عملیاتو کې وژل شوي اؤ یا هم د ژوندي نیول کیدو وروسته پاکستان ته سپارل شوي خو پاکستان بیا دافغانستان لخوا د ورپه ګوته ګړل شوؤ ترهګرو په ضد هیڅ ګامونه نه دي اخستي.

پاکستان له تیرې ډیرې مودې راهسې د افغان دولت نه غوښتنې کولې چې افغانستان ته دتتښتیدلو ملا فضل الله اؤ دهغه دډلې دنورو وسله والو په ضد باید ګامونه واخلي.

په افغانستان کې د امریکایي پوځ یو ویاند اوړمه ورځ په یو ډرون برید کې امریکا غږ ته د ملا فضل الله د وژل کیدلو دعوه کړې وه چې د جمعې په ورځ افغان دولت ددغې دعوې پخلی کړی دی.

دپاکستاني طالبانو تحریک لا تر دې مهاله دخپل مشر د وژل کیدلو په اړوند څه نه دي ویلي اؤ سرچیني وایي دا مهال د ټي‌ ټي‌ پي رهبري شورا دخپل نوي مشر په ټاکنه په صلاح اؤ مشوره بوخته ده ، کله چې دنوي مشر دټاکل کیدلو عمل سرته ورسوي نو له هغې وروسته به دملا فضل الله د وژنې پخلی وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG