لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکنړسوله ییزخوځښت کاروان په پلي مزل دکابل په طرف روان شوی.


دافغانستان په ختیځ کې دکنړسولې غږټولنې اړوند دسوله ییزخوځښت لسګونو ځوانان تیره ورځ له اسعد اباد څخه په پلي مزل دکابل په طرف روان شوي او مهال لغمان ولایت ته رسیدلي ترڅودهلمند دسولې ولسي حرکت سره په کابل کې یوځای شي.

دسوله ییزخوځښت د کاروان مشر نعمت الله ساپي له امریکا غږډیوې سره په خبرو کې ویلي په افغانستان کې دتل پاتې سولې په هدف کنړي ځوانان دپلي سفر پرمهال په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د عامو ولسي خلکوله تود هرکلي سره مخ شوي.

نوموړي ویلي،دکنړسوله ییزخوځښت دهیڅ کوم طرف او ډلې سره تړاو نه لري او یوازینی هدف یې افغان ولس ته په افغانستان کې دسولې پیغام رسول دي.

دا کاروان له ځان سره ۷ ماده ییزه پریکړه لیک هم لري چې په کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دکمکي اخترپه شپو او ورځو کې د شوي اوربند څخه ملاتړ څرګند شوی.

دکنړ دسولې غږ ټولنې دسوله ییزخوځښت مشر نعمت الله ساپي ویلي دوی په هیواد کې د جګړې له ښکیلو خواؤ څخه د دایمي اوربند ،دسولې لپاره دخپل منځي خبرو اترو پیلول غواړي.

کنړ سولې کاروان
کنړ سولې کاروان

ساپي ویلي،افغان ولس نور له جګړې ستړي شوي ،وینه توئیدنه باید بنده شي او په بیړه دې په افغانستان کې سوله او امن رامنځته شي.

نوموړی وايي دکنړ سوله ییز خوځښت په کابل کې دهلمند دسولې ولسي حرکت سره یوځای کیږي اودافغانستان د سولې او امن دټیګښت لپاره خپل غږ به دافغانستان د جمهور ريیس په ګډون جیګپوړیو حکومتي چاوراکو او نړۍ ته رسوي ترڅو دایمی سوله او امن رامنځته شي.

یاده دې وي چې په پاکستان کې میشت دافغان کډوالو لخوا هم دافغانستان د امن لپاره سوله ییزحرکت پیل شوی اولسګونو ځوانانو درې ورځې وړاندې له تورخم څخه په پلي مزل دکابل په طرف روان شوي دي.

د دوی شعار هم دسولې او امن ټینګښت دي او له افغان حکومت او طالبانو څخه غواړي چې دجګړې دپای لپاره د اوربند موده وغځوي اوپه شخړه کې ښکیلې لوري دې خپلي منځي مذاکرات پیل کړي.

دافغانستان دثبات لپاره د ولسونو لخوا سوله ییز حرکتونه په داسې حال کې دوام لري چې دطالبانو لخوا دسولې غږ په اوچتونکو نیوکې شوي دي.

طالبانو په یوه تازه بیان کې دسولې د غوښتنې په نامه په افغانستان کې د جاري پرلتونو ترشا دامریکا داستخباراتو لاس ګڼلی او ویلي یې دي په دې فعالیتونو سره هڅه کیږي چې دطالبانو مبارزه بدنامه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له هلمند څخه کابل ته په پلي مزل رسیدلي دسولې ولسي حرکت نږدې یوه اونۍ وړاندې له جمهور رییس محمد اشرف غني سره ولیدل او ور څخه یې وغوښتل چې د اوربند موده وغځوي ،له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي او دسولې دخبرو اترو پرمهال د جګړې ښکیل اړخونه له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش وټاکي.

جمهور رییس اشرف غني هغه مهال ویلي ؤو که طالبان د اوربند او همدارازدسولې خبرو اترو ته غاړه کیږدي افغان حکومت اماده دی چې دیو کال لپاره اوربند وغځوي او له طالبانو سره په هرځای کې دسولې مخامخ خبرو اترو او همداراز له هیواده دبهرنیو ځواکونو په وتو دبحث لپاره هم چمتوالی څرګند کړ.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG