لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست:دکوزو اؤ بره پښتنو ترمینځ د نېزه بازۍ لوبه سر په سر پائ ته ورسیده


دافغانستان په خوست ولایت کې دخیبر پښتونخواسره دنیزه بازۍ لوبه مساوي پای ته ورسیده.

په خوست کې دنیزه بازی دلوبې مشر بهادرخان ویلي له دې لوبې څخه هدف دلراوبرپښتون قوم دلا نیږدې کیدو او یووالي لارې چارې لټول وؤ.

بهارخان له امریکا اغږ ډيوه سره په خبرو کې ویلي یوه ورځني لوبه چې دزیارت په ورځ پای ته ورسیده له ۱۲ تنو لوبغاړو څخه ۶ تنه یې دکوزې پښتونخوا دلوبې کډون وال وؤ.

نوموړي زیاته کړه دخوست سرحدي ولایت کې دلومړي ځل لپاره دکوزې پښتونخوا لوبغاړو سره دنیزه بازۍ لوبه ترسره شوه خو یاده لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.

بهادر وویل"دنیزه بازی لوبې لپاره دکوزې پښتونخوا بنو دسیمې لوبغاړو ته مو بلنه ورکړې وه دلوبغاړو ترځنګ دلوبې ګن شمیر مینه وال هم ورسره راغلي وؤ ،دوستانه لوبه ترسره شوه شپږلوبغاړي زمونږ او ۶ لوبغاړي دبنو دټیم وؤ، لوبه مساوي پای ته ورسیده ،یو کپ او یوموترسایکل مو دکوزې پښتونخوا دنیزبازۍ لوبې لوبغاړوته ورکړل"

دنیزه بازی دلوبډلې مشر بهادر ویلي لراوبرپښتانه ټول دیوې خاورې بچیان دي او د وخت په تیریدو سره دکرښې دواړو خواؤ ته دپرتو ولسونو منځ د حکومتونو دناسمو سیاستونو له امله کوم واټن چې رامنځته شوی دلوبو په ترسره کولو او په تګ راتګ سره به له منځه ولاړشي.

نوموړي زیات کړه نورې لوبې هم دکوزې پښتونخوا دنیزه بازۍ دلوبې مینه والو او لوبغاړو سره په پام کې نیول شوي اوهغه پرافغان حکومت غږ وکړ چې د یادې لوبې لپاره په خوست کې لوبغالۍ جوړ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG