لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفاع وزارت: له زده کړو وروسته ۲۳ افغان پيلوټان هیواد ته راستانه شول


افغان چارواکو ویلي افغانستان ته راستانه شویو پیلوټانو،پايلټانو د چیک جمهوریت په هوايي پوهنتون کې د دوه ډوله الوتکو د چلولو په چارو کې عملياو نظري زده کړې بشپړې کړي دي.

د دفاع وزارت هوايي قول اردو په یوه تازه بیان کې ویلي په دې پیلوټانو کې ۲۱ تنه نارینه او دوه میرمنې شاملې دي.

خبري سرچیني ویلي،د چیک جمهوریت په هوايي پوهنتون څخه فارغ شویو افغان پیلوټانو د اې ۲۸ ډوله جنګي الوتکو او همداراز دسي ۲۹ ډوله ټرانسپورټي الوتکو د چلولو په برخه کې خپلې زده کړې پای ته رسولي دي.

دافغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال راد منش له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي دامهال له افغانستان څخه بهر دسیمې اونړۍ په هېوادنو کې له ۲۰۰ نه زیات پیلوټان تر رزونې لاندې دي.

نوموړي ویلي دامریکامتحده ایالتونو،متحده عربي امارت اود چیک جمهوریت هیوادونو ته دروزنې لپاره دافغان پیلوټانو داستولو لړۍ روانه ده ترڅو افغان پیلوټان خپلې مسلکې زده کړې ترلاسه او بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي تراوسه پورې دسیمې او نړۍ په هېوادونو کې سلګونه افغان پیلوټان روزل شوي او دا لړۍ به ترهغې دوام لري ترڅو افغان هوايي ځواک په خپل ځان متکي شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG