لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: له طالبانو سره د جګړې دوامداره ساتلودپاره هیڅ دلیل نه دی پاتې


د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني وايي، په سعودي عربستان کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو دیني علماؤ د افغانستان د جګړې پر وړاندې خپل دیني رسالت ترسره کړ.

اشرف غني نن د اتوار، دوشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پرمهال ویلي له سعودي عرب ، د اسلامي هېوادونو له سازمان سعودي عرب حکومت مشرتابه او د نړۍ له علماؤ مننه کوم چې د دیني عالمانو دکنفرانس جوړېدولپاره یې هلې ځلې او کوربه توب وکړو.

نوموړي وویل "زه د نړۍ له دیني علماؤ مننه کوم چې د افغانستان د جنګ اوانسان وژنې په اړه یې خپل دیني اواسلامي رسالت ترسره کړاو زمونږ په خاوره کې یې جګړه فتنه وګڼله اوپه افغانستان کې دسولې په ملاتړ خپل غږ اوچت کړ".

اشرف غني وايي په سعودي عرب کې د علماو پورته شوی اواز په افغانستان اوانډونيشيا کې د سیمې د علماو او همداراز د افغان حکومت او د ولسونو غږ دی چې پورته شو او دې دیني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې دیني مشروعیت په مکمل ډول واخیست.

جمهوررییس وویل "د جګړې دوام لپاره طالبانو سره هیڅ دلیل نه دی پاتې ،اوس طالبان د ټولې اسلامي نړۍ سره مواجع دي او د ټولې اسلامي نړۍ له علماو سره مواجع دي،اوربند ثابته کړه چې طالبان له جګړې ستړي شوي دي اوزمونږ عظیم ولس سوله غواړي اوس د دې وخت دی چې د اسلامي نړۍ موتفق غږ ته طالبان هرکلی ووايي".

دافغانستان د جګړې اوسولې په تړاو تیره اونۍ د سعودي عرب په مکې مکرمې او د جدې په ښارونو کې د نړۍ دیني عالمانو دافغانستان جګړه د اسلامي اصولو خلاف او فتنه وګڼله.

دیني عالمانو په خپله فتوه کې وویل، د افغانستان حکومت اسلامي دی ،وګړي یې مسلمانا دي او له همدې امله د مسلمانو وژل او ځانمرګي بریدونه حرام دي او همداراز علماؤ د جګړې د بندېدو او له طالبانو او افغان حکومت نه یې په خپره شوې اعلامیه کې د سولې د مذاکراتو غوښتنه وکړه .

محمداشرف غني په دې خبري کفنرانس کې دناټو په غونډه کې له افغان حکومت سره د شویو مرستو په اړه هم خبرې وکړي او وې ویل چې په بروکسل کې دناټو غړیو هیوادونو دافغانستان دسولې له پروسې څخه او همدارازتر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې دافغان امنیتي او دفاعي ځواکونوله تمویل او تجهیز سره دهمکاریو د دوام ژمنه او ملاتړ څرګند شو.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG