لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په ختیځ کې داعش ډلې د ماین پاکولو ۱۲ تنه کارکوونکي تښتولي


افغان چارواکو ویلي، د ماین پاکۍ دغه کارکوونکي د افغانستان ختیځ کونړ ولایت دپیچ درې ولسوالۍ له مربوطاتو داعش ډلې له ځان سره بیولي دي او تر دې دمه یې برخلیک نه دی معلوم شوی.

دکونړ والي یاند عبدالغني مصمم له امریکا غږ ډیوې سره نن د زيارت پنجشنبې په ورځ ویلي د تښتول شویو ماین پاکانو شمېر چې ۱۲ تنه دی د چهارشنبې په ورځ د داعش ډلې اړوند کسانو د پیچ درې ولسوالۍ د غونډۍ سرسیمې تښتولي دي.

نوموړي وویل"په کومه سیمه کې چې د اریا د ماین پاکولو د موسیسي کارکونکي تښتول شوي ،غرنۍ او ناامنه سیمه ده، د کونړ ولایتي ادارې د همدې کسانو د ازادو لپاره د سیمې له قومي مشرانو سره اړیکه نیولې ترڅو د ماین پاکي تښتول شوي کارکوونکي د همدې قومي مخورو په منځګړیتوب ازاد شي".

دا عش ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غیر دولتي موسیسو کارکوونکو د تښتونې دا لومړۍ پیښه نه ده چې په افغانستان کې رامنځته شوې تردې وړاندې له پاکستان سره ګډې پولې ته نزدې د افغانستان جنوبي کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د یوه شرکت د امنیتي ساتونکو په ګډون له ۳۰ زیات کارکوونکي له برید وروسته وسله والو مخالفینو تښتولي دي او تر دې دمه یې د هغو هم برخلک نه دی معلوم شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG