لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: د ملي اردو په سرتېرو ځانمرګی بريد شوی


د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي پرون د اتوار، يکشنبې په ماښام شاوخوا ۶ نیمې بجې د جلال اباد ښار دبهسودو پل په سیمه کې ځانمرګي برید کوونکي په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته د ملي اردو د سرتیرو په تلاشۍ کې چادونه ورکړه .

د ننګرهار امنیتي چارواکي د پېښې پخلی کوي خو په اړه یې د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

د پېښې یوتن عیني شاهد محمدزمان نوري له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي د محمد عمر په نامه د ملي اردو سرتیري ځانمرګي برید کوونکي ته غیږه ورکړه او هڅه یې وکړه چې د برید مخه ونیسي خو برید کوونکی په دې توانید چې ځان ته چاودنه ورکړي.

دننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل وايي، دپیښې له ځایه د ۶ تنو د مړو جسدونه او ټپیان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

نوموړي وویل "روغتون ته ۴ ټپیان راړول شوي د یو تن ټپي شوي روغتیايي حالت ښه نه و، هغه هم خپل ژوند له لاسه ورکړل چې په دې سره په یاده پېښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳ تنو ته ورسید".

د پیښې مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار امنیتي چاري د ملي اردو سرتیرو ته سپارل شوي او دا قدام وروسته له هغې پورته شو چې وسله والو مخالفینو او ترهګرو ډلو په دې ولایت کې په ملکي بیلابیلو ادارو خونړي بریدونه ترسره کړل او عامو ولسي خلکو ته یې ګڼه مرګ ژوبله ورسوله.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG