لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاریاب:دافغان سرتېرو په مرکز دطالبانو قبضه،۱۷عسکر وژل شوي


دافغانستان فاریاب ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي،په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو او سرحدي ځواکونو اړوند په چینايي کمپ دتیرو دریو ورځو د ډله ییزو بریدونو په پایله کې دغه پوځي مرکز د طالبانو لاس ته کیوتلی دی.

دفاع وزارت ویاند سید غفور جاوید امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي ،په غورماچ ولسوالۍ کې د چینايي په نامه دافغان پوځ په مرکز دمخالفینو لخوا په شوي برید کې ۱۷ تنه افغان سرتیري وژل شوي ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل"په دې برید کې متاسفانه زمونږ ۱۷ تنه پوځیان وژل شوي او ۱۹ تنه نور زخمیان شوي دي او دا چې په دغه مرکز کې څومره پوځیانو شتون درلود، دهغې په اړه چې معلومات دقیق شول بیا یې له رسنیو سره شریکې کړي"

دافغانستان په شمال کې دفاریاب سیمه ییزو چارواکو ویلي،د پوځ په دې مرکز کې تر۱۰۰ شاوخوا افغان امنیتي سرتیرو شتون درلود.

دشاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي میډیا ته ویلي،په چیناني پوځي مرکز کې دطالبانو د ډله ییزو بریدونو پرمهال یوشمیر امنیتي سرتیري مخالفینو ته تسلیم شوي او ګڼ شمیر نورو یاد مرکز پرېیښی او له سیمې په تیښته بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دافغانستان دفاع وزیرطارق شاه بهرامي د خبري کنفرانس پرمهال ویلي وؤ چې د دوشنبې په شپه د پوځ په چینايي مرکز دطالبانو بریدونه افغان سرتیرو په شاه تمبولي او دافغان سرتیرو درې برابره مخالفینو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دافغانستان په شمال کې سرحدي ځواکونو او دملي اردو مشترک د چینايي په نامه پوځي مرکز دطالبانو لخوا په داسې حال کې نیول شوی چې افغان چارواکو ویلي،غزني ولایت په مرکز او لرو پرتو سیمو کې دطالبانو پرضد پراخ پوځي چاڼيزعملیات دوام لري.

پوځ ویلي. په غزني ښار دطالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په څلور ورځنۍ جګړه کې د مخالفینو د ۱۲ تنو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۹۴ تنه وژل شوي او ۱۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو داهم ویلي ویلي چې دغزني په جګړه کې دافغان حکومت دبیلابیلو امنیتي ادارو شاوخوا ۱۰۰ تنه سرتیري وژل شوي اوګن شمیر ټپیان شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG