لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د امریکايي پروفیسر په بدل کې د حقاني ډلې د بندیانو د تبادلې غوښتنه کوي


په تېرو دوو کلونو کې لا هم د افغان امریکن پوهنتون د تښتول شویو بهرنیو استادانو برخلیک معلوم نه شو، خو وسلوالو طالبانو ویلي که افغان حکومت د حقاني ډلې بندیان خوشي کړي نو دوی به دغه تښتول شوي استادان ور وسپاري.

د افغانستان له پایتخت کابل څخه د افغان امریکن پوهنتون مشر ډاکټر کینیټ هالنډ نن د نهې- سه شنبې په ورځ خبري کانفرنس ته ویلي، د دوو تنو بهرنیو استادانو د برمته کېدو په پیښه کې حقاني شبکه لاس لري.

نوموړي ویلي، د تښتول شویو استادانو له تښتوونکو سره دوه کاله پوره شوي او د بند په دې موده کې د هغوی روغتیايي حالت ته زیان رسېدلی او د اندیښنې وړ دی.

هالنډ وايي، تښتول شوي استادان د حقاني ډلې له وسلوالو سره دي او په وینا یې دې ډلې د بهرنیو دوو تنو استادانو د ازادولو په بدل کې د افغان حکومت له زندانه د خپل یو تن د ازادولو غوښتنه کړې ده.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۶م کال د اګست په ۷ نېټه دافغان امریکن پوهنتون داینکلیسي ژبې دوه استادان کیوین کینګ او تیموتي جان ویکس چې یو د امریکا او بل د اسټرېلیا اوسېدونکی دی د دالامان په عمومي سړک د علاودین په سیمه کې نامعلومو کسانو تښتولي وو.

له تښتول کېدو وروسته برمته شویو بهرنیو استادانو د خپلو هیوادونو له چارواکو غوښتنه وکړه چې د خلاسېدو لپاره دې یې اقدامات وکړي.

که څه هم د امریکا متحدو ایالتونو د تښتول شویو استادانو د خلاسېدو لپاره یو میلین ډالر انعام اعلان کړی، خو لا هم د دغو کسانو د راخلاسېدو برخلیک نه دی معلوم.

افغان امریکن پوهنتون د تښتول شویو بهرنیو استادنو د ازادېدو په تړاو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، د بېلابېلو امنیتي او کشفي ادارو له خوا هڅې رواني دي، چې دغه استادان د تښتوونکو له منګولو ازاد کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG