لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني ښار کې ملکي وګړو عادي ژوند ته مخه وکړه


دغزني سیمه ییز چاروکي وايي د وسله والو مخالفینو جنګیالي له ښار څخه په تیښته وتلي او ښار په بشپړه توګه دافغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

چارواکو ویلي،دافغان امنیتي ځواکونو لخوا لاهم دښار دبشپړې تصفیې لپاره عملیات روان دي اوکه په کومو سیموکې وسله وال مخالفین په ودانیو کې پټ شوي وي ،هغوي مقاومت نشي کولی.

دغزني د والي مرستیال ډاکترمحمد امین مبلغ امریکا غږ ډيوه سره په خبرو کې نن د چهارنشبې په ورځ ویلي،دغزني ښار اوسیدونکو نن خپل عادي ژوند ته مخه کړې او دښار په زیاتو برخوکې دخلکو تګ راتګ پیل شوی دی.

هغه وویل"ښاري خدمات له پرون ورځې راهیسې پیل شوي او نن هم ښاروالۍ دښار دصفايۍ لپاره چې ګن شمیر دوکانونه او دعامو ولسي خلکو شتمني په ښار کې سوځیدلي دصفايي چارې پیل کړي دي"

دغزني مرستیال والي ویلي،په ګن شمیر کې عامو ولسي خلکو هم د خپلو دوکانونو،د صفايۍ او دبیا جوړولو په چارو پیل کړی دی.

مبلغ وویل"دغزنی ښار کاروباري خلکو دخپلو مغازو د ترمیم اودصفايۍ کارپیل کړی دی خو متا سفانه چې زیات شمیرمارکیټونه اوسوداګریزې مغازې دطالبانو لخوا سوځول شوي اودمیلیونوډالرو په ارزښت یې عامو ولسي خلکو ته زیان اړولی دی"

په ولسي جرګه کې دغزني دخلکو استازی چمن شاه اعتمادي له امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ومنله چې،وسله وال مخالفین له ښار څخه وتلي او د غزني ښار ته څیرمه ولسوالیو ته په شا شوي دي.

اعتمادي وویل"اوس زمونږ اندیښنه دغزني مرکزته نږدې ولسوالیوته ده،د خواجه عمري ،چغتو،ناوور،رشیدان،زنه خان او دوه نورې ولسوالۍ چې دغزني مرکز ته نږدې پرتې دي،مخالفینو جنګیاليو دغو ولسوالیو ته حرکت کړی او په خواجه عمري ولسوالۍ کې یې کور په کورپلټنې پیل کړي دي او له خلکو څخه د وسلې او دحکومتي کسانو دسپارلو غوښتنه کوي "

دې ولسي استازي ویلي،که تازه دم امنیتي اودفاعي ځواکونه د غزني مرکز ته نزدې ولسوالیو ته وا نه ستول شی،دغه ولسوالۍ به هم دغزني ښار په څیر له ورته برخلیک سره مخامخ شي.

په غزني ښار د تیرې جمعې په شپه وسله والو طالبانو دنیولو لپاره پراخ ډله ییزبریدونه کړي وؤ اوپه ښار کې د ۵ ورځو موجودګۍ سره دښار په نیولو ونه توانیدل.

افغان چارواکو ویلي دي،وسله والومخالفینوپه غزني ښاردبرید لپاره حشر کړی وواوګنو پاکستانیو،چیچنايي اوعربوجنګیالوهم په جګړه کې برخه اخیستی وه.

یاده دې وي چې په سوشل میډیا کې دهغو وژل شویو پاکستاني اتباعو ویډیوګانې هم خپرې شوي کوم چې دغزني په جګړه کې له وژل کیدو وروسته د ډیورنډ لانجمنې کرښې هغې غاړې دپاکستان په خاوره کې یې کورنیو ته دمړو جسدونه رسیدلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG