لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لندن کې د موټري برید په تړاو نیول شوی کس په خټه سوډانی دی


د برتانیې د ترهګرۍ ضد پولیس وايي، دوی په دې باور دي چې د هغه کس هویت یا ایډینټیټي یې پېژندلې چا چې د نهې یا سې شنبې په ورځ په لندن کې د پارلمان ودانۍ څخه د باندې په بایسېکل سپرو او پلو کسانو باندې خپل موټر وخېژاوه.

چارواکو ددغه کس د پېژندګلو په اړه یواځې دومره ویلي چې نیول شوی کس ۲۹ کلن دی، د برتانیې تابعیت لري او په خټه له سوډان څخه دی.

په نیول شوي کس باندې شک دی چې د ترهګرۍ او د خلکو د وژلو لپاره یې چمتوالی نیوه.

پولیسو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی اوس له نیول شوي کس څخه پلټنې کوي چې ددغه برید ترشا یې انګېزه څه وه.

په دغه برید کې درې کسان ټپي شوي چې دوه تنه یې روغتون ته تر لېږل کېدو وروسته بېرته خوشې شويدي.

پولیسو خپلې پلټنې د بېرمېنګم په دوو ځایونو او د ناټېنګم په یو ځای کې بشپړې کړې او د چهارشنبې په ورځ به د بېرمېنګم په یو بل ځای کې هم خپلې پلټنې ترسره کړي.

د لندن د پولیسو یو چارواکي نیل باسو د نهې یا سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د مشکوک کس په اړه یواځې دومره ویلی شي چې دی پخوا د برتانیې د ترهګرۍ ضد او استخباراتي ادارو سره ریکارډ نه لري.

د انګلستان لومړۍ وزیرې تریسا مې په خپلې ټوېټر پاڼې باندې له ټپیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د بیړنیو خدمتونو د ادارې لخوا یې د پېښې په اړه په چټکۍ سره له غبرګون ښودلو مننه کړې.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددې پېښې په اړه په خپل ټویټر باندې لیکلي:

( په لندن کې یو بل ترهګریز برید. دا حیوانات لیونیان دي او له دوی سره باید سخت او ځواکمن چلند وشي.)

تېر کال هم یو سړي ویسټ منسټر پله سره نږدې په پلو کسانو باندې خپل موټر خېژولی وو څلور کسان یې پکې مړه کړي وو او بیا یې یو پولیس په چاړه باندې تر مرګه وهلی وو.

پولیسو بیا دغه کس په ټوپک وویشت او مړ یې کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG