لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه ولمانځل شوه


د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې د لمانځلو د ځانګړو مراسمو پرمهال د ازادۍ څلي ته د ګلو کیډۍ کیښوده.

د ازادۍ ورځې د لمانځلومراسم چې په ارګ کې نیول شوي وه د افغانستان اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو ملکي، پوځي چارواکو،پخواني ولسمشر حامدرکزي، د سیاسي ګوندونو مشرانو او یو شمیر قومي مخوورو په کې برخه اخیستې وه.

له بریتانیا څخه د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه نه یوازې په کابل کې ولمانځل شوه، بلکې د هېواد په ختیځ ننګرهار،لغمان، خوست ، پکتیا، هلمند، بلخ او په ګڼو نورو ولایتونو کې د عامو ولسي خلکو او حکومتي چارواکو لخوا د چشن نونو ،ملي اتڼونو له هېواد سره د مینې د پاللوپه هدف د خوښیو په خاصو مراسیمو سره ولمانځل شوه.

دقبایلو سرتاسري شورا مشر زرجان شینواري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د خپلواکۍ په ترلاسه کیدو کې له وزیرستان څخه تر باجوړه پورې قبایلو د نورو افغانانو ترڅنګ مهم رول ترسره کړی خو روانو جګړو او ناامنیو قبایل له ټولو انساني حقونو څخه بې برخې کړي دي.

شینواري وویل "د پاکستان حکومت په سنیټ او پارلمان کې قبایلو ته څوکۍ ورکړي خو متاسفانه چې افغان حکومت قابیلو ته هیڅ ډول توجه نه ده کړې نه یې په مشرانو جرګه کې او نه یې هم په پارلمان کې برخه ورکړې ده ،له افغان حکومته ګیله لرو افغان هندوان هم زمومونږه وروڼه دي هغوی ته فوقوالعاده توګه برخه ورکول کیږي ولې قبایل له پامه غورځول شوي دي".

له نن څخه ۹۹ کاله وړاندې د امیرغازي امان الله لخوا د اګست میاشتې په ۱۹ نیټه په کال ۱۹۱۹ میلادي کال کې له بریتانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه اود ازادۍ له دې ورځې هرکال په افغانستان او له هیواده بهر د نړۍ او د سیمې په هیوادونو کې د میشتو افغانانولخو یې لمانځنه کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG