لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د ګل یا دوشنبې په ورځ له ایران سره شوی نړیوال اټومي تړون یو کمزوری تړون وباله.

ده وویل امریکا په دې کار کوي چې په اروپايي ټولنې باندې فشار راوړي تر څو د ایران پرضد نور فشار هم زیات کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن دغه خبرې په بیت المقدس کې وکړې.

هغه دغلته پرپسې دوه ورځې د اسرایلو له لومړي وزیر بېن یمین نتن یاهو سره.

-------------------

د هندوستان په کېرالا ایالت کې د راوتلو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر د اتوار یا یکشنبې په ورځ له ۳۵۰ کسانو زیات شو.

د ژغورنې کارکونکي وايي، تر اته لکو زیات خلک بې ځایه شوي هم دي چې دا مهال په کمپونو کې ژوند کوي.

راپور زیاتوي په ځینو کلیو کې د سیلاب اوبه تر درې مترو پورې رسېدلې.

د کېرالا ایالت د هندوستان هغه ښکلی ایالت دی چېرې چې په ګڼ شمېر سیلانیان ددغه ایالت د طبعي ښکلاګانو د لېدو لپاره ورځي.

----------------

د راپورونو له مخې د چین ولسمشر زې جین پېنګ به په سپټمبر کې له شمالي کوریا څخه لیدنه وکړي.

په دغې لیدنه کې به په دې خبرې وشي چې که د پیانګ یانګ په وړاندې لږېدلي بندیزونه نرم کړای شي.

دا لیدنه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د سوداګرۍ پرسر د چین او امریکا ترمنځ اړیکې جنجالي شویدي.

په ډانګوا پوهنتون کې د شمالي کوریا یو څېړونکی او پروفیسور وو سو کېن وایي، چین د هغه متل په څېر د شمالي کوریا د وړاندیزونو په وړاندې عمل کوي لکه چې وايي، د دوښمن دوښمن ملګری وي.

------------------

له ټولې نړۍ څخه نږدې دوه میلیونه حاجیان د سعودي عربستان په سپېڅلي ښار مکه کې راټول شویدي.

حاجیانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ له کعبې شریفې څخه طواف وکړ، نن د ګل یا دوشنبې په ورځ به په مینا کې د عرفات په غونډۍ کې تېره، شپه به په مذدلفه او سبا د لوی اختر په لومړۍ ورځ به بېرته کعبې ته ځي، قرباني او طواف به کوي او بلاخره د شیطان په ویشتلو به یې حج بشپړ او هر حاجي به د ځانګړي مهال ویش له مخې خپل خپل هېواد ته ګرځي.

-------------

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کندز کې د وسله‌والو طالبانو له خوا د ۱۵۰ تښتول‌شویو مسافرو لویه برخه بیرته آزاد شوي دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ ته وویل، طالبانو دغه شمیر مسافرین د سیمې د خلکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب آزاد کړي دي.

---------------

د پاکستان د ۱۶ وزیرانو نوې کابینې سوګوند پورته کړ.

د کابینې په لومړۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې نوازشریف او لور به یې له هېواد څخه بهر نشي وتلای.

په دغې نوې کابینه کې مهم وزارتونه بیا هم له هغو کسانو سره دي چې د پرویز مشرف د واکمنۍ پرمهال وزیران وو.

د سیاسي چارو څېړونکي وايي، له امریکا سره حالات د خرابېدو پر لور روان دي او نوي حکومت ته به لویه ننګونه دا وي چې څنګه له امریکا او افغانستان سره اړیکې بېرته ښې کړي.

---------------

د افغانستان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره د مشروط اوربند کولو د اعلان ترڅنګ، له دغې ډلې څخه د بندي طالبانو د نومونو لیست غوښتی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه یو طالب زنداني هم خوشې شوی نه دی، خو د هغوی د آزادولو پر سر بحثونه روان دي.

د ښاغلي چخانسوري پر وینا، د باور فضا د رامنځ ته کولو لپاره، د طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر خبرې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG