لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پنجاب کې د احمدیانو عبادت خانه سوځول شوې


د پنجاب ښار فیصل اباد په یوې سیمه کې د لږکیو احمدي ډلې او راپارېدلو ځايي خلکو ترمنځ جګړه کې د احمدیانو یو عبادت ځای سوځول شوی.

پولیس وايي، په دغې پېښه کې له دواړو غاړو څخه ۳۱ کسان ژوبل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په فیصل اباد کې د بلوچني د تاڼې د پولیسو د چارواکو له خولې وایي، چې ددې پېښې په راپوټ درج کړای شوی دی.

پولیسو د پېښې علت په سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی ښودلی او وايي، چې دواړو ډلو لومړی د یو او بل پرضد شعارونه ورکړل او په یو او بل یې کاڼي وویشتل چې وروسته بیا د احمدیانو عبادت ځای (عبادت خانه) هم وسوځول شوه.

اکسپرس ټریبیون ورځپاڼه په یو خبر کې وایي، چې په دغې پېښه کې یو کس وژل شوی هم دی.

د احمدي ډلې ویاند سلیم الدین وايي، دا یوه لفظي شخړه وه چې وروسته ورته مذهبي رنګ ورکړل شو او ډېر ژر په یوې لویې جګړې بدله شوه.

سلیم الدین وایي، شاخوا ۳۰۰ کسانو د هغوی په جومات ډزې وکړې چې په کې د احمدي ډلې پنځه کسان ژوبل شول.

هغه زیاتوي چې په پاکستان کې د لږکیو د ډلې احمدیانو پرضد تل دا ډول عملیات کیږي چې بیا ډیري وخت په کې د هغوی جوماتونه په نخښه کیږي.

د تېرې مې میاشتې په ۲۳ نېټه د سیالکوټ په کوچه حکیم سیمه کې هم د احمدیانو عبادت خانه ورانه کړای شوې وه.

د پاکستان د سنېټ د بشري حقونو کمېټې په فیصل اباد کې د احمدیانو په عبادت خانې برید او په هغه کې په احمدیانو زور زیاتی په کلکو ټکو غندلی دی.

د یادې کمېټې چېرمن مصطفی نواز کوکر په دې اړه د پنجاب له پولیسو څخه په یوې اونۍ کې راپور غوښتی دی.


په پاکستان کې احمدیان نه یواځې په ځینو سیمو کې د خلکو لخوا له تاوتریخوالي سره مخ دي بلکه د ریاست لخوا هم د ځینو امتیازي قوانینو قرباني شویدي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) په تېر جون میاشت کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وو چې د احمدیانو په وړاندې دې توپیري قانونونه او ناوړه چلند ختم کړي.

د احمدي ډلې لخوا د یو خپور شوي راپور له مخې تېر کال څلور احمدیان د هغوي د عقېدې له امله وژل شوي او له ۷۰ څخه د زیاتو احمدیانو پرضد د امتیازي قانون لاندې مقدمې درج کړای شوي دي.

احمديان د نولسمې پېړۍ د روحاني ميرزا غلام احمد لارويان دي. دوى د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د خداى وروستى استازى نه بولي، جهاد ردوي او هغه څه ته بد وايي چې د اسلام سياسي کېدل يې بولي.

د اويايمو کلونو تر لومړيو پورې احمديان د اسلام يوه جلا او کوچنۍ څانگه بلل کېده، خو په ١٩٧٤ کال کې پاکستان لومړى هېواد شو چې په اساسي قانون کې يې د بدلون له لارې، هغوى د اسلام له دينه وويستل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG