لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په شمال کې د تاجکستان جنګي الوتکو هوايي بریدونه کړي


افغان چارواکو ویلي، نن د ګل، دوشنبې په ورځ سهار د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري د دې ولسوالۍ اړوند د طاهري په نامه کلي باندې د تاجکستان جنګي الوتکو هوايي بمبار کړی دی.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي، د ګاونډي هېواد تاجکستان پوځي الوتکو وروسته له هغې ګډې پولې ته نزدې د افغانستان په خاوره کې د وسله والو مخالفینو او د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو پرکلي هوايي بریدونه وکړل چې تېره ورځ ناوخته د یوې وسله والې نښتې په پایله کې دوه تنه تاجکستاني پوله ساتونکي وژل شوي وو.

نوموړي زیاته کړه "د درقد ولسوالۍ اړوند د طاهري کهنه خانه کلۍ کې وسله وال مخالفین او د نشه یی توکو قاچاق کوونکي استوګنه لري ،قاچاق کوونکو ،وسله والو مخالفینو او د تاجکستان پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ د شوې نښتې په پایله کې چې تېره ورځ مازدیګر۵ بجې رامنځته شوه د تاجکستان دوه تنه پوله ساتي سرتیري ووژل شول".

هجري زیاه کړه له نښتې وروسته د تاجکستان پوله ساتي سرتیرو د درقد ولسوالۍ اړوند کلي باندې د توپونو مرمۍ وتوغولې.

نوموړي وویل "نن سهار اووه بجې د درقد ولسوالۍ اړوند کلي چې د افغانستان د خاورې اړوند دی او افغان حکومت پرې ولکه نه لري د تاجکستان دوه جنګي الوتکو د قاچاق کوونکو او مخالفینو په کلي درنه بمبارې وکړه ،تلفات هم لري خو تراوسه مو دقیق مالومات نه دي ترلاسه کړي".

تاجکستان د افغانستان په شمال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه شمېرکیږي له افغانستان سره شاوخوا۱۴۰۰کیلومټره ګډ سرحد لري او دا لومړی ځل دی چې د تاجکستان جنګي الوتکې له ګډې بولې د افغانستان خاورې ته راوښتي او د تخار ولایت اړوند درقد ولسوالۍ د طاهري په نامه کلی یې بمبار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG