لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لومړنۍ پلټنې: د غزني د جګړې مشري پاکستاني پوځیانو کوله خو پاکستان یې نه مني


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت د هغو پلټنو پایلې رد کړې چې وايي د پاکستان پوځي افسرانو د اګست په لسمه نېټه نېغ په نېغه د غزني د جګړې مشري کوله.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د غزني د جګړې په اړه د خپلو پلټنو د لومړنیو پایلو د اعلانولو پرمهال وویل:

"په غزني د طالبانو د اګسټ د لسمې نېټې د جګړې مشري نېغ په نېغه د پاکستان پوځي افسرانو کوله او د جګړې پلان په پاکستان کې د پوځي افسرانو لخوا جوړ شوی وو. "

ده دا هم وویل، چې د غزني په جګړه کې د طالبانو د ماتې له خوړلو وروسته د ګڼو پاکستاني وسلوالو مړي د غزني په کوڅو کې پاتې وو.

ښاغلي دانش زیاته کړه، چې د پلټنو له بشپړېدو وروسته به د پلټنو پایلې له پاکستان سره هم شریکې کړای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان دغو ادعاو او د پلټنو پایلو ته د تورونو نوم ورکړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي:

"دا هغه تورونه دي چې موږ سره یې هېڅ ثبوت نشته او دا د اړیکو د خرابولو لامل ګرځي. موږ غواړو چې مخکې ولاړ شو او مسلې حل کړو."

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تر دې مخکې هغه مهال چې پاکستان ته د غزني له جګړې څخه په ګڼ شمېر مړي اړول شوي وو ویلي وو، چې یو شمېر پاکستانيان په افغانستان کې د مزدورۍ لپاره ځي او کیدای شي په دغې جګړه کې دوی هم د نورو افغانانو په څېر وژل شوي وي.

افغانستان ته د جګړو لپاره له پاکستان نه د اورپکو د ورتګ مسله ځینې وخت په رسمي توګه هم تایید شوې ده.

د پاکستان د بې درکه شویو کسانو د پلټنو لپاره د جوړ شوي کمیسیون مشر پخواني قاضي جاوید اقبال د اګسټ په ۲۸ نېټه د پاکستان د سنېټ (سنا) کمېټې ته ویلي وو چې د یو مهم پاکستاني سیاسي مشر دوه ځامن د هغه په وینا " د جهاد لپاره" افغانستان ته تللي.

د غزني له جګړې څخه د پاکستان کومو برخو ته مړي رسېدلي؟

د غزني له جګړې څخه پاکستان ته د اوښتو پاکستانیانو د مړو ګڼ انځورونه او ویډیوګانې هغه وخت په ټولنیزو رسنیو باندې خپرې شوې وې.

په ورته وخت کې د افغانستان په یو شمېر تلویزیونونو کې هم د غزني له جګړې څخه داسې ویډیوګانې خپرې شویدي چې پکې په ظاهره طالب جنګیالي په اردو ژبه د جګړې قومانده ورکوي.

د بیلابیلو سیمو څخه ګڼو سرچینو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوې ته ویلي وو، چې زیات مړي د پاکستان د جنوبي پنجاب ملتان، دیره غازي خان، بهاول پور، اوکاړه او اندروني سند سیمو ته رسول شویدي چې اکثره یې د پنجابۍ ژبې ویونکي وو.

سرچینو دا هم ویلي، چې د یو زیات شمېر کسانو مړي د پښتنو سیمو لکه بډبېرې، هنګو او ټانک ته هم رسېدلي او داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې د یو شمېر نورو پاکستاني طالبانو مړي لکي مروت، بنو او د جنوبي وزیرستان ځینو سیمو ته رسېدلي دي.

افغان چارواکو ویلي وو چې د غزني په جګړه کې شاخوا ۵۰۰ طالبان او بهرني جنګیالي او نږدې سل تنه افغان سرتیري وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG