لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ په هغه کتاب نوی برید کړی چې دده په ولسمشرۍ پکې نیوکې شوي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په هغه کتاب باندې یو نوی برید کړی په کوم کې چې دده پر ولسمشرۍ او د سپینې ماڼۍ په ستونزمنو حالاتو پکې نیوکې شوي دي.

ټرمپ ویلي، د غلطو چاپ کېدونکو معلوماتو پر قوانینو کې باید بدلون راشي ترڅو دداسې غلطو راپورونو له خپرېدو او چاپېدو څخه مخنیوی وشي.

ټرمپ په خپل ټوېټر باندې لیکلي:

"ایا دا د شرم خبره نه ده چې یو څوک یوه مقاله یا یو کتاب ولیکي، ټولې کیسې په کې جوړې شوې وي او د یو کس پکې داسې انځور کاږل شوی وي چې د هغه کس په اړه له شته حقیقتونو سره په بشپړه توګه په ټکر کې وي. "

ټرمپ وړاندې لیکلي، په دې نه پوهېږي چې ولې د واشنګټن سیاستوال د غلطو راپورونو د چاپېدو په قوانینو (لایبل لاز) کې بدلون نه راولي.

دا د لیکوال باب ووډ وارډ د کتاب، فیر: ټرمپ ان ده وایټ هاوس ( وېره: ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې) په اړه د ټرمپ تر ټولو وروستی برید دی.

د دې کتاب خاکه (لنډیز) د لومړي ځل لپاره تېره ورځ یعنې د نهې یا سې شنبې په ورځ خپور شو په کوم کې چې په بې شمېره توګه له ټرمپ څخه د یو خطرناک او د نړۍ په چارو کې د یو ناپوه انسان انځور ایستل شوی.

په یاد کتاب کې دا هم راغلي دي، چې د ټرمپ د سپینه ماڼۍ دننه په چارو کې زیات اختلافات دي.

ددغه کتاب په اړه له لومړنیو راپورونو سره سم د امریکا ولسمشر په دغه کتاب باندې بریدونه پیل کړي دي او وايي چې ددغه کتاب نکلونه او کیسې په درواغو جوړې شویدي.

په کتاب کې د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر جان کیلې له خولې راخیستل شوي چې د ټرمپ دماغي توازن جوړ نه دی او د هغه له خولې ویل شوي چې ټرمپ یو کم عقل (احمق) انسان دی چې له خپلو تګلارو اوښتی.

لیکوال دغه راز د امریکا د دفاع د وزیر جېم ماټېس له خولې راخیستي چې ټرمپ په خبره او مسایلو یواځې دومره پوهېږي لکه څومره چې د ښونځي د پنځم یا شپږم ټولګي زده کونکی پرې پوهېږي.

خو یادو دواړو چارواکو دغه خبرې رد کړیدي او ټرمپ د هغوی د رد ټویټونه بیا ټویټ کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېړا هوکبي سېنډرز هم د ووډ وارډ کتاب رد کړی او ویلي یې دي:

"ما د هغه ډېر کتابونه نه دې لوستي او زیاتوي چې زه افسانوي کتابونو سره دومره لیوالتیا نه لرم لکه جنرال ماټېس چې یې لري نو ځکه ښايي زه اوس دغه کتاب ولولم. "

ووډ واړډ وایي، ټاکل شوې ده چې د ۴۴۸ پاڼو دغه کتاب به د راتلونکې نهې یا سې شنبې په ورځ خپور شي چې له ډېرو بې نومه سرچینو څخه پکې هم کار اخیستل شوی.

په کتاب کې دا هم ویل شوي دي، چې په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ ملګري او کار کونکي د اداري کودتا په ډول حالات تنظیم کړي او د ټرمپ پر مېز ډېر اسناد نه پرېږدي چې ټرمپ یې وویني او پرې لاسلیک وکړي.

لیکوال وايي، د ولسمشر ادارې کسان دده د کار په لومړیو ۱۹ میاشتو کې په زهني توګه سخت مات شوي وو.

په کتاب کې دا ادعا هم شوې، وروسته له هاغې چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد د تېر کال په اپرېل کې د ملکي وګړو پرضد کیمیاوي وسلې وکارولې نو ټرمپ له ماټېس څخه په ټیلیفوني خبرو کې وغوښتل چې اسد دې باید ووژل شي.

د ماټېس له خولې په کتاب کې په دې اړه راخیستل شوي چې ده په دغه مهال په ولسمشر ټیلیفون بند کړ او وویل:

"مونږ به دا کار و نه کړو. زمونږ کارونه باید ډېر په پام او تول برابر وي. "

د کتاب لیکوال ووډ وارډ په وار وار د خپل کتاب په اړه له ټرمپ سره د مرکې وړاندیز وکړ خو وايي چې پرې بریالی نه شو.

د ووډ وارډ او ټرمپ ترمنځ تېره میاشت په یوې ثبت شوې ټیلیفوني مکالمه کې چې د واشنګټن پوسټ لخوا هم خپره شوې وه، ټرمپ یاد ژورنالیست په دې تورنوي چې ډیر یو غلط کتاب لیکي او دا کتاب به داسې یو پیغام خپور نه کړي چې کوم پخواني ولسمشر دې ګواکې له ما څخه غوره دنده ترسره کړې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG