لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: په ميوند ولسوالۍ د طالبانو برید شنډ، ۵۷ وسله وال وژل شوي


د افغانستان جنوبي کندهار ولایت چارواکي وايي، تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو غوښتل چې په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پرلسو امنیتي پوستو برید وکړي خو وړاندې تر دې چې برید ترسره شي، ناټو او افغان ځواکونو لخوا وسله وال طالبان تر هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې ونیول شول.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي،د شویو هوايي بمباریو او د ځمکنیو عملیاتو په پایله کې ۵۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او۱۶ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي، په دې جګړه کې ۴ افغان سرتیري هم وژل شوي او۱۱ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل "لسګونه وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ د مندوزی اوسوربغل سیمه کې د امنیتي ځواکونو پرلسو امنیتي پوستو د برید پلان درلود او له هملند څخه هم لسګونه طالبان د برید لپاره راغونډل شوي وو او د برید کولو سیمه کې مخکې له دې چې جګړه پیل کړي،د پولیسو له غبرګون سره مخامخ شول ،د هوايي ملاتړ لپاره د ناټو ځواکونو الوتکې هم ورورسیدلې".

د امنیې قومندانۍ ویاند دراني زیاته کړه له مخالفینو سره د امنیتي ځواکونو مخامخ جګړه او هوايي بمبارۍ ترنن سهار څلورو بجو یې دوام درلود ،د جګړې په سیمه کې د مخالفینو ګڼ شمېر د مړو جسدونه پاتې دي او ترلسو زیات مخالفینو موټرې او همداراز موټر سایکلې په هوايي بریدونو کې له منځه تللي دي.

درانی وايي طالبانو د برید پلان یوه اونۍ وړاندې نیولی و او د کندهار کشفي ادارو یې په اړه معلومات ترلاسه کړي و.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان کندز ولایت په دشت ارچي او همدراز د سمنګان په دره صوف کې د افغان چارواکو په وینا د طالبانو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو پرامنیتي پوستو په شویو بریدونو کې ۳۹ تنه امنیتي سرتیري او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG