لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالی کوریا نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته ولاړ شي


د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې نړیوالو څارونکو ته به اجازه ورکړل شي چې د پیانګ یانګ د میزایلو د پروګرام د یوې ودانۍ د ویجاړولو بهیر له نږدې وڅاري.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان د یوې ګډې خبري غونډې پرمهال وویل، له جګړې څخه د پاکې کوریا دور پیل شوی او کېم جان اون ته یې بلنه ورکړه چې جنوبي کوریا ته ورشي او د مون په وینا ښاغلي کېم یې دغه بلنه منلې ده.

د دواړو کوریاوو ترمنځ دوهم پلا خبرې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېدې او له یو او بل سره پکې پراخ پوځي تړون لاسلیک شو.

د دغه نوي تړون له لیارې به چې د جنوبي کوریا د ملي دفاع د وزیر او د شمالي کوریا د وسلوالو ځواکونو د مشر ترمنځ لاسلیک شوی د دواړو کوریاوو ترمنځ پوځي فشارونه راکم شي.

د چهارشنبې د ورځې له دغه اعلان سره د دواړو رهبرانو ترمنځ ټاکل شوې خبرې پای ته ورسېدې خو ماښام مهال او د زیارت یا پنجشنبې د ورځې لپاره یو شمېر ګډ کلتوري پروګرامونه جوړ شويدي.

د پیانګ یانګ د سپټمبر له دغه تړون سره به نه یواځې پوځي فشارونه راکم شي بلکه داقتصادي ودې، د کورنیو د یوځای والي او د کوریا د ټاپو په بې وسلې کېدو کې به ګټور ثابت شي.

په دغو خبرو کې کېم جان اون دا ومنله چې د ډانګ چانګ رې د توغندیو د ازمویلو مرکز به د نړیوالو څارونکو په مخ کې په دایمي توګه له منځه وړي.

کېم دا هم وویل چې د یانګ بایان د اټومي ازموینو مرکز به هم له منځه وړي خو شرط به یې دا وي چې امریکا هم له ژمنو سره سم ګامونه پورته کړي.

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، له دغه پراخ پوځي تړون سره چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ لاسلیک شوی د کوریا په ټاپو کې به یو دایمي سولیز چاپیریال رامنځ ته کړي.

ددغه تړون له مخې دواړو لوریو دا منلې ده چې په غیر پوځي سیمه کې چې په راتلونکې نومبر کې به وټاکل شي هر ډول پوځي تمرینونه درول کیږي.

د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار چنګ ایو یانګ وویل، دی تمه لري چې له دغه تړون سره به د واشنګټن او پیانګ یانګ ترمنځ د نورو خبرو شرایط هم برابر شي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون هیله څرګنده کړې چې د ټرمپ او د کېم دوهمه سرمشریزه به هم ډېر ژر برابره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG