لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کنړ:دبې پیلوټه الوتکې میزائیلي بریدونو کې ۱۴داعشیان وژل شوي


افغان سیمه ییزو چارواکو ویلي،تیره شپه دناټو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې دختیز ولایت کنړ په ماڼوګي او څوکیو ولسوالیو کې د داعش وسله والو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې پکې ۱۴ داعشیان وژل شوي.

دکنړ دوالي ویاند عبدالغني مصمیم امریکا غږ ډيوه سره دچهارشنبې په ورځ په خبرو کې ویلي،دبې پیلوټه الوتکې دغه هوايي بریدونه دماڼوګي په ګوړنګل او دڅوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل سیمو کې دداعش ډلې په مرکزونو ترسره شوي.

مصمیم وویل دڅوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل په سیمه شوي برید کې دداعش اته اؤ دماڼوګي ګوړنګل کې په داعشیانو شوي برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي

دکنړځايي چارواکو ویلي،دداعش ډلې اړوند کسان د ترهګریزو فعالیتونو لپاره اکثره وخت د ډیورنډ کرښې هغې غاړې دکنړ اړوندسیمو ته را اوړي خو په سیمه کې دافغان او ناټو ځواکونو دګډو همکاریو په پایله کې هغوی سرنه شي پورته کولي او د ځکمنیو او هوايي بریدونو لاندې راځي.

په کنړ کې د داعش وسله والو پرضد دغه هوايی بریدونه په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې د عربي نړۍ د رسنیو درپوټونو له مخې د داعش ډلې عمومي مشر ابوبکرالبغدادي د ایران اوپاکستان دلارې دافغانستان ختیځ ته راغلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG