لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه له حکومته د سرایکي صوبې د ژمنې پوره کول غواړي


واشنګټن ـــ په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه په مرکز کې پر واکمن تحریک انصاف ګوند ټینګار کوي، چې د پنجاب ایالت له جنوبي سیمو دې د سرایکي قوم د خلکو لپاره د یو بېل ایالت جوړولو په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

د تېرې جولای میاشتې تر عامو انتخاباتو وړاندې تحریک انصاف له ولس سره ژمنه کړې وه، چې که واک تر لاسه کړي، نو په ړومبيو سل ورځو کې دننه به د پنجاب له سرایکي برخو به د یو بېل ایالت په جوړولو لاس پورې کړي.

د واکمن ګوند تر یوې میاشتې د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته په ولسي او سیاسي کچه د تحریک انصاف ګوند د دغې ژمنې پر سر ته رسېدلو اندېښنې را پیدا شوې دي.

په پایتخت اسلام آباد کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې د اپوزیشن پیپلز ګوند پخواني غړي فرحت الله بابر او د سرايکي ولس د حقونو مبارز سازمان "لوک سانج" هم دا اندېښنې ښودلې او دوی په حکومت باندې ټینګار کړی چې خپله ژمنه دې پوره کړي.

فرحت الله بابر چې د پیپلز ګوند په تېر حکومت کې د سرایکي صوبې په اړه د جوړې پارلماني کمېټۍ مشر وو ویلي چې، د دوی د ګوند په واکمنۍ کې سېنټ په درانه اکثریت سره د سرایکي ایالت په حق کې قانوني مسوده منظوره کړې وه:

"که اوسنی حکومت وغواړې نو همدغه مسوده ناست پارلمان ته وړاندې کولای شي او زموږ د ګوند په شمول به د هېواد نور سیاسي ګوندونه هم له پارلمانه د دغې مسودې په منظورولو کې د حکومت مرسته کوي".

فرحت الله بابر په ګوته کړې چې له سرایکي برخو نه د قومي اسمبلۍ په پینځوسو څوکیو کې دېرش تحریک انصاف ګټلې دي او که واکمن ګوند خپله ژمنه سر ته ونه رسوله نو ځایي ولس به یې چرې هم و نه بخښي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند په شمول د هېواد درې لوی سیاسي ګوندونه مخالف پېپلز ګوند، مسلم لیګ نواز ګوند او د عوامي نېشنل ګوند تر څنګ یو شمېر نور ګوندونه هم د سرایکي صوبې د جوړولو ملاتړ کوي.

له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند پخواني سنېټر افراسیاب خټک هم په دې اړه حکومتي تګلاره باندې اندېښنه و ښودله او دا ویره یې څرګنده کړه چې ګنې واکمن ګوند به خپله ژمنه سر ته ونه رسولای شي.

افراسیاب خټک ویلي چې د سرایکي ژبې د خلکو لپاره د بېلې صوبې د مقصد تر لاسه کولو په کار کې پکار دی چې ځایي ولس او د دې سیمې منتخب غړي پخپلو هلو ځلو کې چټکتیا راولي.

د پاکستان پنجاب ایالت د ابادۍ په اساس د هېواد تر نورو درو ایالتونو لوی دی او وړو صوبو تل په پنجاب باندې د دوی د حقونو د شوکولو تورونه لګولي دي او دا ډول تورونه د پنجاب له سرايکي برخو هم وخت په وخت مخې ته راځي.

د دغو سیمو د ولس د محرومیو په هکله فرحت الله بابر ویلي چې، په درو لویو ډیویژنونو ډېره غازي خان، ملتان او بهاولپور باندې د سرایکي سیمو ځمکې ډېرې زرخېزې دي او د پنجاب دا پمبې په ګرد پیداوار کې د دغو سیمو برخه ۸۱ فیصده ده، همدارنګه د ایالت د غنمو ۴۱ فیصده او د ګني ۳۰ فیصده فصل د دغو سیمو د ځمکو پیداوار دی.

فرحت الله بابر زیاته کړه چې د پنجاب د اوړو ۴۰ او د بورې یا چیني ۳۰ فیصده ملونه هم په دغو سیمو کې فعاله دي، خو وایي د دې باجود سرایکي ولس په صوبایي او مرکزي حکومتونو کې له خپلې نمایندګۍ محرومه ساتل کېږي.

د اپوزیشن ګوندونو اندېښنو ته په ځواب کې له سرایکي سیمې بهکر نه د واکمن تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ غړي ثناالله مستيخېل د بېلې سرایکي صوبې جوړولو لپاره د حکومتي ژمنې د سر ته رسولو عزم څرګند کړی دی.

له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ده ویلي چې، په دې اړه د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي په مشرۍ کې یوه کمېټۍ ټاکل شوې او د ده په وینا په راتلونکي کې به د سرایکي صوبې په جوړښت باندې لاس پورې کړل شي.

د پاکستان د آیین په اساس د بېلې صوبې جوړولو لپاره به ړومبی اړوند صوبایي اسمبلۍ په درانه اکثریت سره د دې منظوري ورکوي او بیا له مرکزي پارلمانه هم په دې اړه د آییني بدلون منظوري لازمه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG