واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ ددې کال په سر کې هغه مهال اندېښنې راوپارولې کله چې یې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.
ټرمپ په دغه تړون باندې مخکې تر لاسلیک کېدو هم نیوکې کړې وې.
له یاد تړون څخه تر وتلو وروسته امریکا یوځل بیا پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه ولګول.
د ملګروملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ حکم وکړ چې امریکا باید ایران ته د هر ډول بشري توکو پر وړاندې چې په هغو کې خوراکي توکي، درمل او د هوايي خوندیتوب سامانونه شامل دي هر ډول خنډونه لېرې کړي ځکه دا ۱۹۵۵ کال له تړون څخه سرغړونه ده.
د عدالت د نړیوالې محکمې قاضي عبدالقوي یوسف وویل:
"د امریکا لخوا له وروستیو ګامونو سره کیدای شي په ایران کې ملکي هوايي چارې او وګړي له ګواښ سره مخ شي تر دې چې ښايي د ایران هوايي شرکتونه و نه توانيږي چې د الوتکو سپېر پاړټس او نور لازم وسایل ترلاسه کړي او کیدای شي له دې سره د ملکي الوتکو اړین خدمات ټکني شي. "
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په چټکۍ سره ددې خبرې په ځواب کې وویل چې امریکا له ایران سره له دغه تړون څخه هم وځي.
"ایران کوښښ کوي د امریکا هغه پرېکړه چې غواړي له دغه هېواد سره له شوي اټومي تړون څخه ووځي او پر ایران نوي بندیزونه ولګوي چلنج کړي. ایران هڅه کوي د امریکا په هغو حقونو کې لاسوهنه وکړي چې امریکا یې د خپل ملي امنیت د ساتلو لپاره لري. "
په هېګ کې د عدالت نړیوالې محکمې د ایران هغه وړاندیز نه دی منلی په کوم کې چې یې د ټرمپ د ادارې لخوا د لګول شویو اقتصادي بندیزونو له منځه تګ غوښتی وو.
تهران او واشنګټن دواړو د عدالت د نړیوالې محکمې د چهارشنبې د ورځې پرېکړه یوه بریا ګڼلې خو امرکايي چارواکو د ۱۵ قاضیانو په دغې ډلې باندې تور پورې کړی چې ایران هڅه کوي له دوی څخه د خپلې پروپاګندې لپاره کار اخلي.
ددې ترڅنګ، د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا همدارنګه د ډپلوماټیکو اړیکو په برخه کې د وینا د کنوینشن له خودمختاره پروتوکول څخه هم وځي.
"دا د هغه کېس له امله چې د تش په نامه فلسطیني دولت لخوا ورته وړل شوی وو او زمونږ هغه پرېکړه یې ننګوله کله چې مونږ له تل ابیب څخه بیت المقدس ته خپل سفارت لېږدوه. "
د ټرمپ ادارې تر اوسه پورې امریکا له ګڼو نړیوالو ډلو او تړونونو څخه ویستلې ده چې په هغو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا، د پاریس د اقلیم یا کلایمېټ تړون او د ایران اټومي تړون شامل دي.