واشنګټن: ولسمشر ډانلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې هغه له سعودیانو سره ددغې ناوړه پېښې په اړه خبرې کړي دي.
"زه باید دا پیدا کړم چې دا کار چا کړی. څومره چې زه پوهېږم نو خلکو لیدلی چې سفارت ته ننوځي خو د بېرته وتلو پر وخت چا نه دی لیدلی. مونږ به دې مسلې ته ډېر په غور سره وګورو. دا یو بده پېښه ده. "
د امریکا د کانګرس د دواړو خونو وکیلانو ویلي، که سعودیان د خاشقجي په نادرکه کېدو کې مسول وي نو د ټرمپ اداره یې باید پرضد ګام پورته کړي.
سېنېټر لینزي ګراهام وايي:
"دا به اړیکو باندې ډېره توره ورېځه خپره کړي. او زه د سعودي عربستان ډېر ملاتړی ووم. سعودي د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې یو غوره ملګری او متحد دی او مونږ په ایران او توندلارو سوني مسلمانانو کې له یو ډول دوښمن سره مخ یو. "
سناتور کرېس مورفي وویل:
"که سعودي عربستان د امریکا یو اوسېدونکی نیولی وي او بیا یې په کونسلګرۍ کې وژلی وي نو اوس دا وخت دی چې امریکا باید له سعودي عربستان سره په خپلو پوځي، سیاسي او اقتصادي اړیکو بیا له سره غور وکړي. "
اردوغان هم د خپلو ملاتړو او مخالفینو لخوا له ورته فشار سره مخ دی.
په استانبول کې د انډېپینډېنټ یو خبریال بورزوا دراغي وايي:
"زه فکر نه کوم چې سعودیان دې په دې پوه شي چې دا کوېټ، اردن او عربي متحده امارات نه دي چې دوی پکې دا ډول کارونه ترسره کړي. ترکیه یو ځانګړی تاریخ لري او نه غواړي چې بهرني هېوادونه دلته راشي او دا ډول کړنې ترسره کړي. "
ترکي رسنۍ وايي، تېره اونۍ د سعودي عربستان یوه ۱۵ کسیزه ډله ترکیې ته ورغلې ده او یاد خبریال یې وژلی او بیا یې ټوټې ټوټې کړی دی.
دغه ډول زړه بوږنونکی عمل د اردوغان د واک لپاره هم یوه ننګونه یا چلنج دی.
د امریکا له کانګرس څخه ګېرې کانولې د امریکا غږ ترکي څانګې ته وویل، دا پېښه د ټرمپ لپاره هم شرم لري.
"ټرمپ په یوې کمزورې بڼه د سعودي سیستم او د سعودي رهبریت هغه مهال په غېږ کې ونیوه کله چې دی د خپل لومړني بهرني سفر پر مهال د شاندارو مراسمو په ترڅ کې سعودي عربستان ته ولاړه. زه فکر کوم چې له دې سره ولیعهد دا باور ترلاسه کړ چې له امریکا سره یې داسې اړیکې جوړې شوي دي چې هر څه یې زړه وغواړي نو هغه کولای شي او هېڅ ډول حساب به ورسره نه کېږي. "
خاشقجي په امریکا کې د تېر کال راهیسې ژوند کاوه او د امریکا معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوست ته یې لیکل کول.
په واشنګټن ډي سي کې د سعودي عربستان د سفارت مخې ته د شورو یا چهارشنبې په ورځ فعالین هم راټول شوي وو او د بې درکه کړل شوي ژورنالست جمال خاشقجي په اړه یې پوښتنې کولې.
دوی ګومان کاوه چې جمال د سعودي عربستان د پاچا ځوی یا ولیعهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.