لاس رسیدونکی لینک

 
ترکي محکمې د امریکايي پادري د خوشې کېدو حکم وکړ
تازه خبر

ترکي محکمې د امریکايي پادري د خوشې کېدو حکم وکړ


واشنګټن: د ترکیې یوې محکمې امریکايي پادري د ترهګرۍ په تورونو باندې محکوم کړ خو وویل، څرنګه چې ده له مخکې څخه په زندان کې دوه کاله تېر کړي دي نو له همدې امله به نور بندي نشي بلکه دی ازاد دی او کولای شي چې اوس له ترکیې څخه ووځي.

د انډریو برونسن له بندي کېدو سره د عنقرې او واشنګټن ترمنځ ډپلوماټیکې اړیکې ډېرې خرابې شوې وې.

د محکمې د جمعې د ورځې له دغه حکم څخه څرګندیږي چې اوس امریکا ته د انډریو برونسن د ستنېدو لپاره لاره هواره شوه.

د برونسن له خوشې کېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، برونسن به ژر امریکا ته ستون شي.

تر دې وړاندې ګڼو رسنیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره په دې اړه له ترکیې سره موافقې ته رسېدلې چې له مخې به یې د ترکیې په وړاندې ځینې بندیزونه لیري شي او عنقره به د برونسن پرضد له ځینو تورونو تېره شي.

ټرمپ په اګسټ کې د برونسن د محاکمې له امله ترکیې ته د سوداګریزو لوړو ټکسونو سپېړه ورکړه چې له امله یې د ترکې پولي واحد لېره وغورځېده.

اردوغان په غبرګون کې په واشنګټن باندې تور پورې کړ چې د ترکیې پرضد یې اقتصادي جګړه پیل کړې ده.

د جمعې په ورځ د برونسن د خوشې کېدو د خبر او په ترکیه د امریکا د نورو بندیزونو د لېرې کېدو له خبرونو سره د ترکي لېرې ارزښت بېرته ښه کېدو خواته روان شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG