لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا درې نورې محکمې خېبرپښتونخوا ته سپارل شوي


د قبايلي سيمو د ٖپخوانۍ فاټا، سيکرټريټ وياند عبدالسلام وزير پخلی کړی دی چې درې نورې محکمي يي د خېبر پښتونخوا صوبې په چوکاټ کې شاملې کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې سلام وزير وويل چې د کله نه د پخوانۍ فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو پريکړه شوې، محکمې د فاټا سيکرټرېټ نه د خېبر پښتونخوا سيکټرېټ ته سپارل کيږي.

د نوموړي په وېنا د صحت د محکمې نه وروسته اوس د زکات و عشر ټولنيزې ښېګړې، د ابادۍ د خېرښېګړې او تعليم محکمه د خېبر پښتونخوا سيکرټريټ ته وسپارل شوې.

" نورې محکمې هم په وقفې وقفې سره د خېبر پښتونخوا سيکرټريټ کې ورګډېدو ته روانې دي، هرکله چې د خېبر پښتونخوا حکومت غواړې ، فاټا سيکټريټ ورته هغه محکمه حواله کولې شي".

د ۲۵ ائيني بدلون وروسته فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه کړی شوې او له دغې وروسته د فاټا د محکمو صوبې ته د سپارلو عمل وار په وار ترسره کيږي.

په اوسنيو محکمو کې تر ټولو مهمه د تعليم محمکه ګڼل کيږي، د فاټا سيکرټريټ د خپلوشمېرو ترمخه په ياده سيمه کې د ۱۵۰۰ نه زيات سکولونه د تېرو څو کلونو په ناامنۍ کې اغيزمن شوي دي، د استازانو سکولونو ته نه راتلو شکايات تر ټولو زيات په دغو سیمو کې مخې ته راځي.

د سيمې اوسېدونکي وايي په سکولونو کې بنيادي اسانتياوي نشته او د تعليم کچه د هېواد نورو برخو په پرتله دلته ډېره ټيټه ده.

قبايلي علاقې چې د تعليم په برخه کې ډېر چېلنجونه لري څنګه ورپېښې ستونزې هوارېدی شي؟،

دغې پوښتنې ته په ځواب کې د خېبر پښتونخوا د تعليم د محمکې سيکرټري مختيار احمد وايي د تعليم په لړ کې دوي په خېبرپښتونخوا کې ډيرې لاس ته راوړنې کړې دي او په زياترو سکولونو کې يي بينادي اسنتياوي برابر کړي دي،

هغه وايي " څومره کارونه چې مونږ په خېبر پښتونخوا کې کړې دي دومره به په قبايلي ضلعو کې هم کوو، چې کوم قسمه مسائل هم وي په تعليمي ادارو کې، د ختمولو هڅه به يي کوو"

د خېبر پښتونخوا حکومت په نوي تعليمي بجټ کې ۱۶۷ بيلنه روپۍ اېښودي دي، او وايي د دې ډيره برخه به په سکولونو کې په موجود نيمګړتياؤ باندې مصرف کوو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG