لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د جرنلزم زده کوونکي خپل راتلونکی په تیاره کې ویني


د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري په اسلام اباد کې رسنيو ته وویل، په راتلونکي کې به د جرنلزم ډګري لرونکي د کار له نشتوالي سره مخ وي.

سعديه ناز د بلوچستان پوهنتون د جرنلزم د څانګې زده کوونکې ده. د دې د ماسټرۍ وروستۍ ازموينې روانې دي او غواړي په ازموينو کې تر کاميابۍ وروسته په رسنيو کې د خپلې سيمې او د خپلو خلکو ږغ جوړه شي.

سعديه وايي په دا پوه ده چې د جرنلزم په عملي ډګر کې د ښځو لپاره ستونځې ډېرې وي، خو بيا هم دا تياره ده چې په دې ډګر کې کار وکړي، ځکه چې وایي له جرنلزم سره ډېره مینه لري، خو اندېښمنه ده چې دا به په عملي ډګر کې د کار په موندلو بريالۍ شي که نه:

"د شخړو خبریالي زما شوق دی، خو د ښځو لپاره دا برخه مناسبه نه ګڼل کېږي، دا هسې یو دود شوې خبره ده، لېکن زه وایم چې دې څانګې ته راشم او زه هیله منه یم چې د خپلو خلکو ږغ جوړه سم".

يواځې سعديه نه ده د هغې د ټولګي ملګري هم پر خپل راتلونکي اندېښمن دي. د کلاسیف الله اوسېدونکی محمد مایل هم خپل راتلونکي ته ډېر هيله من نه دی:

"زما دا امید نه دی چې زما مستقبل به ډېر روښانه سي او زه به د پاکستان په مېډیا کې په کار کولو سره پر مخ لاړ سم".

دوی خپل راتلونکي ته اندېښمن ولې دي؟ ځکه چې د دوی په وينا په پاکستان کې پر رسنيو ښې ورځې نه دي. په غيرسرکاري رسنيو کې کارکوونکي له دندو ایستل کيږي، د دوی دا اندېښې تېره ورځ لا زياتې شوې چې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري په اسلام اباد کې رسنيو ته وویل، په راتلونکي کې به د جرنلزم ډګري لرونکي د کار له نشتوالي سره مخ وي.

په بلوچستان کې د ډان ټيلیویژن خبریال سيد علي شاه وایي، د پاکستان د اطلاعتو د وزير بيان په پاکستان کې د رایې پر اظهار د بندیز په مانا دی. هغه وي.او.اې ډیوه ته وویل، دا لومړی ځل نه دی چې په هېواد کې پر رسنيو بنديزونه لګېږي، بلکې تر دې مخکې هم په وار وار داسې ګامونه اخيستل شوي، خو وایي هيله من دی چې دا هر څه به بيرته سم شي:

"دغه بحرانونه مصنوعي دي، کوم خبریالان چې له بشري حقونو، جمهوریت او د دې هېواد د خلکو له مستقبل سره درېږي، دا د هغوی د خاموشه کولو لپاره یو مصنوعي بحران جوړ شوی دی".

د بلوچستان پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر ببرک ناز هم د خپلو زده کوونکو راتلونکي ته اندېښمن دی. ښاغلی وایي د جرنلزم په ډګر کې د هېواد د نورو ايالتونو په پرتله بلوچستان ډېر وروسته پاته ايالت دی. هغه وويل د جرنلزم په ډګر کې زدکوونکو ته د نوو لارو د لټولو درس ورکوي:

"یو شی موږ له پامه غورځولی، هغه دا چې دلته د فري لانس جرنلزم موقعې ډېرې دي. زه خو تل خپلو شاګردانو ته وایم چې که په پرنټ او الیکټرانک مېډیا کې موقع نه در پیدا کېږي او تاسې غواړئ خپلې ستونځې بیان کړئ نو تاسې ته د سوشل مېډیا میدان سته".

ډاکټر ببرک ناز وایي د بلوچستان پوهنتون د جرنلزم په څانګه کې د دېرشو ښځينه زده کوونکو په ګډون تر دوه سوه زيات محصلين زدکړې کوي، د هغه په وينا چې هر کال له پوهنتونه فارغه شوي یواځې څو محصلين په سرکاري او غيرسرکاري رسنيو کې پر دنده تر لاسه کولو بریالي کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Recommended

XS
SM
MD
LG