لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان انتخابي کمېشن له تحریک لبیک نه د مالي پنګو د سرچینو سپیناوی غوښتی


اسلام اباد ــــ د پاکستان انتخابي کمېشن توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک ته د تر لاسه کېدونکو مالي پنګو د سرچینو د په ډاګه کولو په اړه دا سپیناوي نوټس جاري کړی دی او د کمېشن ویاند ندیم قاسم وي.او.اې ډیوه ته وایي، که دوی د یو ګوند د دریځ نه مطمئنه نه شي نو کمېشن د دغه ګوند د ثبت کېدلو د امر د راګرځولو واک هم لري.

د انتخابي کمېشن د مشر جسټس سردار رضا په مشرۍ کې پینځه کسیز بېنچ تحریک لبیک ته د تر لاسه کېدونکو مالي پنګو او د ګوند د ثبت کېدلو په اړه د قضیې اورېدنه کړې ده.

د تحریک لبیک له خوا د کوم وکیل یا استازي د نه حاضرېدو له کبله کمېشن د ګوند د مشر خادم رضوي په نوم په دویم ځل د سپیناوي نوټس جاري کړی ډی.

دا په داسې حال کې چې په وروستیو کې سپریم کورټ په تشدد او اړي ګړي کې ککړ تحریک لبیک ته د سیاسي ګوند د درجې ورکولو په سر په انتخابي کمېشن سختې نیوکې کړې وې او اعلی عدالت د انتخابي کمېشن په هاغه دریځ هم حیرانتیا څرګنده کړې وه چې دوی ته نه ده معلومه، چې د تحریک لبیک د ثبت کولو لپاره کارول شوی شناختي کارډ لرونکی تن یواځې پاکستانی وګړی دی او که هاغه د بل یو هېواد شهریت هم لري.

د تېر خالي- شنبې په ورځ د پنجاب ایالتي حکومت امنیت ته د خطر جوړېدو په سر د توندروه ډلې تحریک لبيک د مشر خادم رضوي په شمول د دې ډلې د سر یو شمېر مهم لیډران حفاظتي ولقه کې اخیستي دي او لاهور هایکورټ د دغو ګرفتارو کسانو په ضد او د ګوند مشرانو د خوشي کولو خواست رد کړی دی.

په وروستیو کې د سترې محکمې له خوا د مذهب په سپکاوي باندې تورنې عیسایي زنانه آسیه بي بي د خوشي کولو د پرېکړې په ضد تحریک لبیک یو ځل بیا ګرد هېواد تړلی وو او په دغه وخت د ګوند مشرانو د اسيه بي بي د خوشي کولو د پرېکړې ورکوونکو قاضیانو د وژنې فتوا ورکړې وه او په پوځي کمانډران باندې یې د خپل سرلښکر په ضد د را پاڅېدلو غږ کړی وو.

د اسلام آباد د یو ځایي وکیل له خوا سپریم کورټ ته په ورکړل شوي خواست کې په ریاست مخالفه چارو کې د ککړتیا په سر په تحریک لبیک باندې د بندیز لګولو غوښتنه شوې ده او په دې خواست کې په حکومت باندې د تحریک لبیک په مخنیوي کې د ناکامۍ تورونه لګول شوي دي.

بې خوا ته مرکزي حکومت له تحریک لبیک سره په وروستیو کې کړې لوظنامه د ریاست د واک له په ځای کولو سره سمه بللې ده.

تحریک لبېک د روان کال په جولای میاشت کې په هېواد کې په شوو عامو انتخابات کې په لکونو ووټونه اخیستي وو او له ګوند سره تړاو لرونکي د سیند اسمبلۍ درې غړي یې هم منتخب شوي، خو تحریک لبیک ته تر اوسه انتخابي کمېشن د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره د تر لاسه کېدونکو مالي پنګو د سرچینو په ښودلو کې ناکامه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG