لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د افغان کډوالو کرکټ ليګ پېل شوی


پېښور کې د افغان کډوالو کرکټ ليګ
پېښور کې د افغان کډوالو کرکټ ليګ

د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او پېښور کې د افغان کمشنرېټ په ګډه مرسته د کډوالو ځوانانو د کرکټ ليګ پېل کړی دی.

په ياد شل ۲۰ اووريز ليګ کې په خېبرپښتونخوا کې د مېشت افغان کډوالو لس لوبډلې برخه اخلي.

د پېښور په ارباب نياز لوبغالي کې د ټورنامنټ پرانسته په خېبرپښتونخوا کې د يو اېن اېچ سي ار مشرې کرن کور وکړه.

په دغه مهال په پېښور کې د افغان کمشنر اېټ مشر محمد عباس خان وويل، دا په پاکستان کې د افغان کډوالو ځوانانو دپاره په لومړي ځل چې دغه ډول ټورنامنټ جوړ شو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه عباس خان وويل، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو کې د ۷۰ فيصدو نه سېوا ځوانان دي، او دوي هڅه کوي چې دغه ځوانان په مثبتو هلو ځلو کې مشغول کړي.

د کوهاټ نه په ټورنامنټ کې د برخې اخیستونکې لوبډلې کوچ الله مير مياخېل وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوي په کوهاټ کې د سکول په کچه د کرکټ لوبې پېل کړې او دومره په غريبۍ کې يې کرکټ کولو چې د بال او بېټ اخیستو توان يې نه درلود.

هغه وويل د دې لوبډلې لوبغاړي اوس دومره تکړه شوي چې په ټورنامنټ کې د لوبېدو جوګه شوي او دوي هڅه کوي چې دا لوبغاړي يې نور هم دومره تکړه شي چې په افغان ملي لوبډله کې ولوبيږي.

د پېښور د لوبډلې يو لوبغاړی وايي نثار وايي لوبغاړي به هڅه کوي چې ښه لوبه وکړي نورې زده کړې وکړي. هغه وايي شوق او په ځان پوخ باور هم لري چې تر ملي لوبډلې رسېدلی شي.

د کډوالو په لوبډلو کې د پېښور اتلان، کوهاټ چيتا، چارسده کنګ، پيشاور سټارز، نوشهره فرېنډز، صوابۍ ټايګرز، هري پور يونايټډ، دير ګلېډي اېټرز، مانسهره شارکس، او بنو سلطان شامل دي.

ټورنامنټ نن د شورو، چهارشنبې په ورځ پېل شو او پايلوبه یې په لسم دسمبر ټاکل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG