لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خوست کې ولسونو د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځیدو مخنیوی کړی


د افغانستان سویلي خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ځاځیو د قومي شورا د پریکړې له مخې د پاکستان د پوځ لخوا د اغزن تار د غځیدو مخه نیول شوې ده.

که څه هم د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې ویلي و، چې د ۲۰۱۸ م کال تر پایه به له افغانستان سره پر ټوله پوله د اغزن تار د غځولو کار بشپړ کړي خو د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې کار یې دوام درلود د ځاځیو قومي مشرانو یې پرضد غبرګون ښودلی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۸ په اکټوبر میاشت کې ویلي وو چې ازغن تار یا کټاره د خلکو او قومونو پر خلاف نه ده بلکه دا ددې لپاره ده چې له ترهګرو څخه پرې مخنیوی وکړي او په دې پروژې د غریبو پاکستانیانو ۶۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.

د پاکستان دغه ادعا د افغان حکومت او ولسونو لخو په کله رد شوې ده بلکه دوی تل ويلي دي چې که خبره د ترهګرو ځپل وي نو د ترهګرو اصلي ځالې او مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي.

د پاکستان د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو رسمي پوله ګڼي خو افغانستان ورته یوه کرغېرنه فرضي کرښه وايي چې د پښتنو په سینه باندې کاږل شوې ده او له انګریز څخه د هغه تړون وخت هم څو لسیزې وړاندې پای ته رسېدلی د کومې له امله چې دا کرښه رامنځ ته شوې ده.

د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشر ولي خان هیله مند له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي دي، چې د ځاځي میدان ختیځې سیمې اړوند د پلوڅو، پټ جومات، وچه درګه، انګورتنګی، کمرمینه کلیو په منځ کې د پاکستان پوځ لخوا د اغزن تار دغځېدو مخه یې د قومي تړون له مخې نیولې ده.

هغه وویل:

"له ۴ سوه کلونو زیات دلته زمونږ تاریخي کلي دي او د پاکستان حکومت د دې کلیو په منځ کې د سیم خاردار تیرولو کار پیل کړی و، ولسونو د دې کار د مخینوي لپاره اماده ګي ونیوله، اربکي استول شوي او د پاکستان پوځ هم د اغزن تار د کشولو کار بند کړ."

قومي مشر ویلي د اغزن تارغځېدو سیمه کې د قومي اربکو۳۰۰ کسیزه ځواک د قومي تړون په ملاتړ ځای پرځای شوی او د افغان حکومت د مادي او معنوي ملاتړ څخه بغیر د ولس ملاتړی ځواک له دې سیمو ساتنه کوي.

هغه زیاته کړه:

"اربکی د ټول قوم پورې تړلي دي،۳۰۰ قومي اربکی کرښې ته نږدې د اغزن تار د غځېدو سیمه کې په سنګرونو کې میشت دي، د قوم له خوا یې ملاتړ کیږي، خوراک او خرچه یې د قوم لخوا په اتفاق سره برابرېږي او وسلې یې له خپلو کورونو څخه وړي دي."

حسن جان شیرزی چې د ځاځیو قومي مشر دی ډيوې ته ویلي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته میشت قومونه چې د اغزن تار په غځولو سره یې یو له بل څخه د جلاکېدو هڅې پیل شوي د ځاځیو ولسونو ته د منلو نه دی.

شیرزی وايي:

"پاکستان غواړي چې په کرښه پښتون قومونه سره جلا کړي او دا زمونږ د ټولو قومونو او ولسونو لپاره ډيرخاص اهمیت لري او د دې اهمیت په پيژندلو سره مونږ نه غواړو چې پښتانه قومونه، وروڼه او بچیان مو نیم په اغزن تار سره دې خوا او نیم هغې خوا پاتې شي نو په همدې خاطر مونږ راوتلي یو."

د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ چې شاوخوا له پاکستان سره ۴۰ کیلومټره کډه پوله لري نږدې یوکال وړاندې هم په همدې سیمو کې د میشتو قومونو په ملاتړ د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د ملکیت د ادعا پرسر نښته شوې وه چې له امله یې ۶ تنه پاکستاني پوځیان او دوه تنه د افغانستان ولسي پاڅون کونکي وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG