لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرداودزی په افغان سوله خبرو دپاره دچین سفر کوي


دافغانستان دسولې دشورا ویاند احسان طاهري ویلي سبا د چهارشنبې په ورځ عمرادو زی چین ته خپل درې ورځنی سفرپیلوي اؤ دغلته به دچین چارواکو سره افغانستان کې دسولې په روانو هڅو وغږیږي.

نوموړي دغه سفر مهم ګڼلی او ویلي دي چې عمرداود زی به د چین له چارواکو وغواړي چې پرپاکستان فشار راوړي ترڅو هغه طالبان چې په پاکستان کې استوګنه لري له افغان حکومت سره یې دسولې مذاکراتو ته وهڅوي.

دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی چې دامهال په قطر کې طالبانو سره دسولې په خبرو بوخت دی دسولې عالي شورا ورڅخه غوښتنه کړې چې دسیمې هیوادوته دخپلو سفرونو لړۍ باید دوامداره وساتي.

دسولې عالي شورا ویاند احسان طاهري نن (سه شنبه) یو خبري کانفرنس ته خپله وینا کې وویل چې پرون زلمي خلیلزاد په قطرکې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي او نن به هم دوام ولري.

طاهري ویلي دسولې په پروسه کې دامریکا دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رول مهم دی او په وینا یې نوموړی باید دسیمې هیوادونو له چارواکو سره دومداره لیده کاته ولري ترڅو دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ دپاکستان صدراعظم عمران خان هم په دوه ورځنی سفر قطر ته رسیدلی او د هغه هیواد له چارواکو سره یې دافغانستان دسولې په تړاو بحث او خبرې کړي دي.

دسولې عالي شورا ویاند وايي، دسولې عالي شورا د دارالانشاء مشر او دسولې سیمه ییزې اجماع لپاره د جمهور رییس ځانګړی استازی عمر داود زی سبا د چهارشنبې په ورځ په درې ورځني سفر چین ته ځي.

سیداحسان طاهري دخبري ناستې پرمهال وویل چې عمر داود زی به دافغانستان اوپاکستان په چارو کې دچین د چین دصدر ځانګړي استازي او له یو شمیر نورو چارواکو سره دسولې په پروسه او په سیمه ییزه اجماع کې دمرستې د راجلبولو په هدف بحث او خبرې وکړي.

طاهري وویل "کومو هیوادونه ته چې عمرداودزی سفر کوي موخه یې دسولې په چارو کې دسیمې د هیوادونو ترمینځ همغږي رامینځته کول دي،ځینو هیوادونو چې دسولې له پروسې څخه ملاتړ کړی هغوی ابتکار کړی خو هغوی نشي کولی چې په خپل منځ کې بشپړه همغږي ولري"

هغه وویل دسولې مشري باید دافغان حکومت په لاس کې وي اود افغانستان حکومت باید د دوی ترمنځ دسولې په پروسه کې دهمکارۍ لپاره همغږي رامنځته کړي نوځکه دغه سفرونه مهم دي او دوام به هم ولري

عمرداودزي له دې وړاندې روانه میاشت پاکستان ته څلور ورځنی سفردرلود او دهغه هیواد د حکومتي چارواکو په ګډون یې له یوشمیرمذهبي اود سیاسي ګوندونو مشرانو سره دسولې په پروسه کې دهمکارۍ په هدف خبرې اترې کړې وې.

عمرداود زي پاکستان ته له راستنیدو وروسته شوی سفر له لاسته راوړنو ډک ګڼلی ؤ او او دسولې په بهیر کې دلا نورو همکاریو د ترسره کولو غوښتنه یې ورڅخه کړې وه خو دپاکستان دولت بیا ترخپله وسه دهمکاریو دترسره کولو ژمنه کړې ده

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG