لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د سولې لپاره داسې نقشه لرو چې د پرمختګ ټول اړخونه پکې شته


کابل ــــ افغان حکومت وایي د سولې لپاره یوه داسې جامع او بشپړه نقشه لري چې په هغې کې د افغانستان د پرمختګ ټولو اړخونو ته ځای ورکړل شوی دی.

دا خبره د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن د چهارشنبې-شورو په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وکړه. نوموړي وویل:

"جمهور ريیس د سولې لپاره بشپړه نقشه لري او هر هغه څوک چې د افغان حکومت د سولې پر پروګرامونو اعتراض کوي هغوی خو دې هم لږ تر لږه یوه صفحه د سولې یو پلان خو دې ولري چې په اړه یې د افغانستان خلک قضاوت وکړي".

مرتضوي د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې د جلال الدین حقاني زوی له بنده ازاد شوی، ګنګوسې رد کړې او وې ویل چې نومړی اوس هم د افغان حکومت په زندان کې دی. مرتضوي زیاته کړه:

"هغه اوازې چې ګواکې انس حقاني ازاد شوی حقیقت نه لري، هغه په زندان کې دی او د قانون مطابق به ورسره چلند کیږي".

دا په داسې حال ده چې د طالبانو د هغه 14 کسیزه مرکچي پلاوي په نوملړ کې چې طالبانو په دې وروستیو کې د سولې لپاره اعلان کړی د انس حقاني نوم هم په کې شامل دی.

د طالبانو د سولې لپاره په اعلان شوي اعلامیه کې د انس حقاني د ازادیدو غوښتنه شوې ده.

د ولسمشر اشرف غني ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سولې د مشورتي لویې جرګې په تړاو چې ولسمشر یې په دې وروستیو کې د جوړېدو امر کړی وویل چې په دې جرګه کې به د افغانستان د 34 ولایتونو استازي برخه اخلي. نوموړي وویل:

"د افغانستان د 34 ولایتونو له ټولو ولسوالیو به د ټولو قومونو استازي په دې جرګه کې ګډون کوي، موږ د ولایتونو په کچه د سولې په تړاو ناستې درلودې خو د لومړي ځل لپاره غواړو تر یوې کیږدۍ لاندې خلک سره راغونډ شي چې د نظرونو په یووالي سره د سولې په هدف پیاوړی او مهم ګام پورته شي".

مرتضوي خبري کنفرانس ته په وینا کې دا هم وویل چې ولسمشر غني نن جرمني ته خپل سفر پیل کړ او هلته به د میونیخ په کلني امنیتي کانفرنس کې برخه اخلي.

د نوموړي په وینا ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني جرمني ته د خپل سفر پر مهال د سیمې او نړۍ د هیوادونو له ځینو سیاسي او د امنیتي برخې له مسئولو چارواکو سره جلا جلا ناستې هم وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG