لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکمتیار: طالبان باید بین الافغاني مذاکراتو ته حاضرشي


د حزب اسلامي ګوند مشر ګل بدین حکمتیار وايي د سولې له روانې پروسې ملاتړکوي او وسله وال طالبان باید بین الافغاني مذکراتو ته چمتو والی څرګند کړي.

نوموړي د مجاهدینو د بریا او د کب په ۳مه د کابل د خلکو پاڅون په یاد جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل طالبان دې اوږدمهاله اوربند وکړي او په افغانستان کې دواک د انتقال یوازې لار شفاف انتخابات دي او له دې پرته بله هیڅ لار شتون نه لري.

حکمتیار وویل (طالبان باید له اوربند سره موافقه وکړي اوږد مهال اوربند، نه لنډ مهاله او اوربند د طالبانو لپاره مشکلات لري او د هغوی د جګړې ځواک نه شي کولی د اوږد مهال لپاره خپلې وسلې پرځکمه کیږدي او د جګړې په نه شتون کې دوی خپل موجودیت وساتلي شي).

حکمتیار زیاته کړه د سولې روانې هڅې هغه مهال مثبته پایله ورکوي چې د افغان حکومت په ګډون د جګړې د ټولې خواوې اوربند وکړي.

نوموړي زیاته کړه (د اوربند پر مهال په هغو سیمو کې چې طالبان اوسیږي او وسلې لري دولت باید د دې ځواک اکمال مسئولیت پرغاړه واخلي په کوم شکل چې دولت خپل امنیتي ځواکونوته معاش ورکوي اکمال یې کوي اود دولت وسله وال مخالفین چې وسلې پرځمکه ږدي او د سولې پروسې سره یو ځای کیږي همدا چلند دې دهغوی ځواکونو سره هم ترسره شي).

حکمتیار وايي په افغانستان کې دجګړې د پای او د سولې لپاره د مثبتو پیل شویو هڅو څخه ملاتړ کوي او همداراز نوموړي د جګړې پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې د سولې لپاره خنډونه رامنځته نه کړي، د جګړې پر دوام ټینګار ونه شي ترڅو راتلوونکي انتخابات د روان ناورین د هواري لپاره یوه اغیزمنه او ګټوره وسیله جوړه شي.

نوموړي داهم وویل سولې ته د رسیدو لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانان باید د دې وړتیا پیدا کړي چې دخپلې خاورې په خپله ساتنه وکړی شي او هم دایمي او عادلانه سوله رامنځته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG